د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل


په دغه برید کې لسګونه نور کسان ژوبل شوي هم دي
په دغه برید کې لسګونه نور کسان ژوبل شوي هم دي

په عراق کې یو ځانمرګي برید کې شاخوا ۲۰ تنه ووژل شول. برید دشنبې په ورځ د بغداد نه د باندې، د شعیه ګانو یو زیارت سره نژدې وشو. د موټر بم په دغه برید کې ۴۲ نوز ژوبل شوي هم دي.

د پولیسو مامورینو چې د پېښې په ځای کې وو، وویل، د حملې هدف د بغداد د خادمې زیارت و، خو نورو مامورینو وویل، بم چوونکي غوښتل چې هملته نژدې په یو بازار حمله وکړي. سمدستي دا څرګنده نه ده چې په دې دوه ځایونو کې، کوم ځای اصلی هدف ؤ.

تر اوسه هیچا ددې حملې د مسولیت ادعا نه ده کړې، مګر د اسلامي دول ډله، داعش، ‌پخوا بغداد ته نژدې د شعیه ګانو په زیات د همدغسې حملو ادعاګانې کړیدي.

هر کال ډیر خلک دغه د اتمی پیړۍ د امام موسی ال خادم زیارت ته ورځي چې په ١٢ امامانو کې اووم امام دی، په دې اخرو کالونو کې زرګونه خلک په دغو مراسمو کې د گډون دپاره بغداد ته ځي.

تېر کال همدغسې ترورستي حملو کې دیارلس کسه ووژل شول. په تیره میاشت کی د ۴٠ نه زیات ولسي خلک د بغداد خواوشا ته په بمباریو کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG