د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: په نړۍ کې د کډوالو شمیر په بېساري توگه زیات شوی


افغانستان د مهاجرت له نظره دویم ستر هېواد دی چې شاوخوا دوه عشاریه پنځه میلیونه وګړي یې مهاجر شوي دي.
افغانستان د مهاجرت له نظره دویم ستر هېواد دی چې شاوخوا دوه عشاریه پنځه میلیونه وګړي یې مهاجر شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو د عالي کمشنرۍ یا "یو ان اچ سي آر" د بحران په نړیوال کلني راپور کې ویل شوي چې دا خلک د تاوتریخوالي، جګړو، د بشري حقونو د نه مراعاتېدو او ځورونو په سبب د خپل کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دا راپور چې د کډوالو د نړیوالې ورځې په درشل کې د دوشنبې په ورځ د جون په ۱۹مه خپور شوی خپور شوی، ښيي چې یوازې تېر کال مجموعاً لس اعشاریه درې میلیونه خلک له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي.

پدې لړ کې افغانستان د مهاجرت له نظره دویم ستر هېواد دی چې شاوخوا دوه عشاریه پنځه میلیونه وګړي یې مهاجر شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو عالي کمشنر، فلیپو گراندي وایي په نړۍ کې د مهاجرو څه د پاسه نیمایي برخه له دریو هیوادونو څخه راځي.

ښاغلي گراندي زیاته کړه "د نړۍ ٥۴ فیصده کډوال له دریو هیوادونو څخه راځي. سوریه، افغانستان او جنوبي سودان. په هیواد کې دننه بې ځایه شوي خلک په څرگنده د جگړې پیداوار دي. د ۴٠ میلیونو کډوالو درېمه برخه په لسو هیوادونو کې میشت دي."

"یو انچ سي آر" په خپل راپور کې یادونه کوي چې په هرو درېیو ثانیو کې یو تن له خپلې مېنې بېځایه کیږي.

په دوی کې اکثره هغه کسان دي چې په خپلو هېوادونو کې دننه په جبري ډول له خپلو مېنو وتلو ته اړ کیږي او د کورنیو بې ځایه شويو په نوم یادېږي.

د "یو ان اچ سي آر" راپور کې راغلي چې په تیر یوه کال کې ۲۲،۵ میلیونه خلک چې نیمایی یې ماشومان دي، د کډوالو په توګه ثبت شوي چې دا په تاریخ کې د ثبت شویو کډوالو تر ټولو لوړه شمېره ده.

ځیني اروپایي هیوادونه لکه هنگري د هیواد په سرحدونو باندې لوړې موانعوې جوړې کړي او ځیني نور بیا د کډوالو د مخنوي لپاره کلک قوانین وضع کړي دي.

په ٢٠١٦ میلادي کال کې د پناه غوښتنې دوه میلیونه درخواستونه شوي چې تر ټولو ډیر یې په جرمني ورپسې، امریکا، ایتالیا او ترکیه کې شوي دي.

د مور او پلار پرته راغلي ماشومان چې اکثره د افغانستان او سوریې څخه دي په ٢٠١٦ کال کې په ٧٠ هیوادونو کې د پناه غوښتنې شاوخوا ٧٥ زره درخواستونه درج کړي دي.

سوریه

د سوریې بیځایه شوي، د نړۍ د کډوالو تر ټولو لویه شمیره جوړوي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په سوریه کې دننه د بې ځایه شویو کډوالو شمېر چې ۶،۳ میلیونه ته رسیږي، ښيي چې د دې هیواد له دریو دوه برخې وګړي په جبري ډول د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

د "یو ان اچ سي آر" راپور له سوریې وروسته د جنوبي سودان د کډوالو بحران د نړۍ چټک پراخیدونکی کړکیچ بولي.

جنوبي سودان

په جنوبي سودان کې د کورنۍ جګړې له کبله چې په ۲۰۱۳ کال پیل شوه لسګونه زره کسان وژل شوي او ۳،۷ میلیونه خلک چې د دې هېواد د ټولو وګړو تقریبا له دریو یوه برخه ده بیځایه شوي دي.

د دې کمشنرۍ د راپور له مخې د سوریې او سودان وروسته په لوړ توپیر د افغانستان او عراق په ګډون د څو نورو هیوادونو نومونه هم یادوي چې ګڼ شمیر خلک یې د جګړو له کبله بیځایه شوي دي

XS
SM
MD
LG