د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پینس وايي ترهګر به یې په ځالو کې ختموي


مایک پینس په افغانستان کې د دریو امریکایي عسکرو د وژل کیدو لپاره خواشیني څرگنده کړه
مایک پینس په افغانستان کې د دریو امریکایي عسکرو د وژل کیدو لپاره خواشیني څرگنده کړه

د متحده ایالاتو مرستیال جمهور رئیس وایي داعش په تیښته دی او امریکایي پوځ د ترهگرو په وړاندې د ترهگرو په ځالو کې جنگیږي.

د متحده ایالاتو مرستیال جمهور رئیس مایک پینس د شنبې په ورځ په یوې وینا کې وویل چې په افغانستان کې د یو افغان سرتیري له خو ا د دریو امریکایي عسکرو د وژل کیدو نه هغه او جمهور رئیس ترمپ ته خبر وکړ شوی.

هغه د ننگرهار په اچین ولسوالۍ کې د یو افغان سرتیري له خوا وژل شوي امریکایي سرتیري اتلان وبلل او زیاته یې کړه "کله چې اتلان وژل کیږي امریکائیان غمجن کیږي.

ښاغلي پینس د امریکا پوځ د بودیجې زیاتوالي ته په اشارې وویل"د امریکا د اعلی قوماندان تر مشرۍ لاندې به مونږ داعش د هغوي په خاوره کې له منځه یوسو څو نور ونشي کړای زمونږ د خلکو، متحدینو او زمونږ د ژوند د لارو په وړاندې خطر پیښ کړي. لکه څنگه چې جمهور رئیس ویلي دا وینه تویدل باید پای ته ورسیږي."

د امریکا عسکر په افغانستان کې جگړه کوي خو د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ترمپ تر اوسه د افغانستان لپاره خپله ستراتیژي نده اعلان کړې.

د امریکا مرستیال جمهور رئیس د یو افغان سرتیري له لوري امریکایي سرتیرو پر وژنې خواشیني څرگنده کړه او زیاته یې کړه "نن مو زړه بوږنکونکی خبر تر لاسه کړ چې د هغه خطر یادونه ده چې زمونږ پوځیان زمونږ د ازادۍ په خاطر ورسره مخامخ دي. نن چې کله ویستکانسن ته راتلم په افغانستان کې په یو برید کې د دریو امریکایي عسکرو د وژل کیدو خبر مې تر لاسه کړ."

یوازې په تیره اونۍ کې د واشنگتن په څیړنیزو مرکزونو کې د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ په هکله څلور بیلابیلې غونډې وشوې.

د افغانستان د برخې څیړونکي وایي که څه هم د ترمپ سلاکاران هغه ته د افغانستان د ستراتیژۍ په هکله مشورې ورکوي خو ښایي هغه هیڅکله د اوباما په څیر په یوې وینا کې د افغانستان لپاره خپله ستراتیژي اعلان نکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پخوانی دیپلومات جان دمپسي وایي چې د افغانستان لپاره د امریکا د ژمنې د تازه کولو وخت رارسیدلی دی.

ښاغلي دمپسي چې د جمعې په ورځ په واشنگتن کې د نیو امریکا فونډشین کې خبرې کولې زیاته کړه "جنرال نکلسن به د پنځلسو یا شلو زرو عسکرو سره څه مختلف کار وکړي چې امریکا او ناتو د ١۴٠ زرو عسکرو سره څو کاله مخکې ونشوای کړای؟ زه فکر کوم چې دې پوښتنې ته یوازنی احتمالي ځواب دا دی چې د عسکرو د شمیر په ځای د دې ژمنې د وخت په هکله تمرکز وشي. زه فکر کوم چې زمان او وخت ډیر مهم دی، کله چې اوباما په ٢٠٠٩ میلادي کال کې د عسکرو د شمیر زیاتیدل اعلان کړل هغه سمدستي د امریکایي عسکرو د وتلو وخت هم اعلان کړ چې په یو ډول طالبان او پاکستان ته یې د امریکایي عسکرو د وتلو د انتظار لپاره وخت وکړ."

اکثره څیړونکي په دې همنظره دي چې جمهور رئیس ټرمپ د ترهگرو پر ضد جدي تگلاره لري او ښایي د یمن او سوریې په څیر په نوره نړۍ کې هم سخت بریدونه ورباندې وکړي، خو د پراخو ځمکنیو جگړو او د هیوادونو د بیارغاونې هغومره لیوالتیا نلري لکه د سپتمبر د یولسمې د پیښې نه وروسته چې امریکا په افغانستان درلود.

XS
SM
MD
LG