د لاس رسي وړ اتصالات

د ملاعمر د ځای ناستې په سر اختلافات نه دې حل شوي


د طالبانو د پخواني مشر ملاعمر ورور ملا عبدالمنان وايي چې په طالبانو کې د قدرت په سر اختلافات شته. دغه اختلافات د دې سبب کیدای شي چې طالبان دې سره وویشل شي.

د اسلام آباد څخه د امریکا غږ خبریال ایازګل په خپل رپوټ کې وايي چې د چهارشنبې په ورځ ملا عبدالمنان د یو نامعلومه ځای څخه د امریکا غږ سره تماس نیولی او ویلي یې دي چې د طالبانو ترمنځ د مشر د ټاکلو بحران د دغې ډلې لپاره تر ټولو لویه مسله ده.

ملا منان د طالبانو نه غوښتي دي چې تر هغو پورې چې د ملایانو راغوښتل شوې شورا خپله فیصله نه وي کړی، دوی دې د یو بل خلاف د اقداماتو نه پرهیز وکړي.

د ملاعمر د مړینې د خبر د خپریدو څو ورځې وروسته، طالبانو اعلان وکړ چې د طالبانو د رهبرۍ شورا ملا اختر منصور د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

د دغه اعلان نه لږ وروسته، د طالبانو یو شمیر مشرانو، چې د ملاعمر کورنۍ یې مشري کوله، وویل چې د ملااختر منصور ټاکنه مشورعیت نه لري.

د طالبانو دغه ډلې غوښتنه وکړه چې د ملاعمر ورور ملا عبدالمنان دې د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شي.

د طالبانو د دغه ډلې یوه ویاند وویل چې د طالبانو د طرفدارو وتلو ملایانو یوه ډله غواړی چې په طالبانو کې د سیالو ډلو ترمنځ منځګړتوب وکړي. هغه هیله وښودله چې دغه طالبان به ژر فیصله وکړي.

واضح اختلاف

ملامنان ټینګار کوي چې طالبانو مشر باید چې د ملایانو، د طالبانو د قوماندانانو او قومي مشرانو لخوا وټاکل شي.

د ملامنصور ویاند، عبدالحی مطمین بیا بل نظر لري. هغه امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو د رهبرۍ د شورا ۹۵ فیصدو غړو ملامنصور د ملاعمر د ځای ناستی په توګه خوښ کړی دی.

د طالبانو په وخت کې د ملاعمر ویاند عبدالحی مطمین وویل چې«ملاعمر نه غوښتل چې د خپلې کورنۍ کوم غړي ته کوم موقف ورکړي، دا ځکه چې هغه هیڅ کله د طالبانو اسلامي امارت د یو کورنۍ تنظیم نه باله. هغه خلګ چې د امیرالمومنین د کورنۍ نوم استعمالوي صادق نه دي او د ملاعمر کورنۍ او نظریاتو ته وفادار نه دي.»

په واشنګټن کې د بهرنیو اړیکو په شورا کې د سیمې د چارو کارپوه ډینیل مارکي وايي چې د مشرۍ په سر اختلافات د طالبانو او افغانستان لپاره په دې ډیر اهمیت لري چې د ملاعمر په وخت کې تصمیم یوازې د یو څو کسانو لخوا نیول کیدی.

«د هغو طالبانو شمیر په بې ساري توګه ډیر شوی دی چې فکر کوي چې د طالبانو د مشر په ټاکلو کې یې باید چې نظر واوریدل شي، دغه ښايي چې هغه اختلافات چې پخوا ویل کیدل چې موجود وو واضح کړي.»

د اختلافاتو تاثیر

مارکي زیاته کړه «د بیلګي په توګه، په ساحې کې د قوماندانانو او هغو مشرانو ترمنځ اختلافات چې په پاکستان او نورو ځایونو کې دي. او، د کلنو راهیسې دغه ډول اختلافات تر یو حده ښکار وو خو اوس به دغه اختلافات برملا شي.»

مارکي وویل چې په جګړو کې د طالبانو کامیابي او د سیمو نیول په دې اړه لري چې آیا طالبان یو داسې مشر لري چې ټول ورباندې موافقه لري؟

د سیمې د چارو دغه کارپوه دا هم وویل چې که چیري طالبان د یو مشر په ټاکلو سره سلا نه شي نو دا به به د دې مانا ولري چې جګړه ادامه پیدا کوي او د افغانستان حکومت ته به دا مشکله شي چې ثبات راولي، په تیره بیا چې ناټو په افغانستان کې خپل د عسکرو شمیر کموي.

داسې تشویشونه هم شته چې په طالبانو کې به اختلافات د دې سبب شي چې دغه ډله دې په وړو ډلو وویشل شي او سیمه ییز قوماندانان دې پخپل سر تصمیمونه ونیسي.

کارپوهانو خو دا هم ویلي دي چې ان د دې امکان هم شته چې ځینې طالبان دې داعش ته واوړي. دغه بیا کیدای شي چې د افغانستان امنیتي مشکلات لاپسې پيچلي کړي.

که څه هم د طالبانو مشران په خپلو کې د قدرت په سر په اختلافاتو اخته دي، خو طالبانو په هلمند کې د موسی کلا د ولسوالی مرکز نیولی دی.

د هلمند چارواکي وايي چې دوی د مرکزي حکومت څخه د نورو ځواکونو د ورلیږلو غوښتنه کړې وه خو ځواکونه ور و نه رسیدل او افغان امنیتي ځواکونه مجبور شول چې عقب نشیني وکړي.

د چهارشنبې په ورځ، په هلمند کې په یوې بلې پیښې کې، د ناټو دوه عسکر ووژل شول. ناټو وايي چې دغه عسکر هغه مهال ووژل شول چې دوو کسانو، چې د افغان امنیتي ځواکونو یونیفورمونه یې په تن وو په یوې نظامي اډې کې د ناټو د عسکرو په یو موتر ډزې وکړي.

ناتو ویلي دي چې برید کوونکي په متقابله ډزو کې وژل شوي دي او د پیښې په اړه تحقیقات کوي.

XS
SM
MD
LG