د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه سوریې ته د دافع هوا د اوږده واټن توغندي استوي


روسیه به په سوریې کې د اس ۴۰۰ توغندي ځای پرځای کړي.
روسیه به په سوریې کې د اس ۴۰۰ توغندي ځای پرځای کړي.

روسیه وايي چې په سوریې کې به د دافع هوا د اوږده واټن توغندي ځای پرځای کړي.

روسیې ویلي دي چې هر هغه هدف به په نښه او تباه کړي چې د دوی الوتکو ته ګواښ متوجه کوي.

د سې شنبې په ورځ د روسیې یوه الوتکه د ترکیې – سوریې په سرحدي سیمې کې د ترکیې د هوايي ځواک لخوا راوغورځول شوه.

دا په تیرو پنځوسو کلنو کې لومړۍ ځل دی چې د روسیې یوه الوتکه د ناټو د سازمان د یوه غړي لخوا ویشتل کیږي.

که چیري روسیه د ترکیې په خلاف ځوابي اقدام وکړي، نو ترکیه د ناټو د سازمان د منشور په اساس کولای شي چې ووایي چې برید ورباندې کیږي او د ناټو غړي هیوادونه به ورسره پوځي مرستې وکړي.

د چارو زیاتره کارپوهان په دې باور دي چې د ناټو او روسیې ترمنځ به مخامخ جګړه و نه شي، خو د روسیې د الوتکې ویشتل به په سوریې کې د جګړو د ډیریدو سبب شي او په سوریې کې به د سولې د راوستلو پروسه مغلقه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیې سفیر بیا بل نظر لري. هغه وايي چې د ترکیه لخوا د روسیې د الوتکې د ویشتلو پيښه باید چې د دې سبب شي چې د سوریې د جګړې د ختمولو هڅې زیاتې شي.

د سې شنبې په ورځ د روسیې سوخوی ۲۴ الوتکه د ترکیې د اف شپاړس جټو لخوا وویشتل شوه او راوغورځول شوه.

ترکیه وايي چې روسې الوتکه د دوی هوايي حریم ته داخله شوې وه خو روسیه یې نه مني.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ترکیې دغه عمل «پلان شوی پارونکی عمل» و.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوټین امر کړی دی چې د اس ۴۰۰ توغندي دې د سوریې د لاذقیې د حمیمیم په هوايي اډې کې ځای پر ځای شي.

دغه هوايي اډه د ترکیې په ۵۰ کیلومترۍ کې پرته ده. د اس ۴۰۰ توغندي د ۴۰۰ کیلومتره واټن دننه هدف ویشتلی شي.

XS
SM
MD
LG