د لاس رسي وړ اتصالات

FBI د آیفون پر پرانستلو یو میلیون ډالر ولګول


د اپل کمپنۍ د آیفون د پرانستلو کوډ اف بي آې ته ورنکړ
د اپل کمپنۍ د آیفون د پرانستلو کوډ اف بي آې ته ورنکړ

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې یا ایف بي آی رئیس وايي چې د کلیفرونیا د تروریستي پيښې د مظنون کس د موبایل ټلیفون د کوډ د ماتولو لپاره یې تر یو میلیون ډالرو ډیرې پیسې مصرف کړي دي.

دغه پیسې د کوډونو د ماتولو په هغې لارو چارو مصرف شوي دي چې د مظنون کس د آپل د شرکت د ټلیفون یا آی فون پاسورډ یې په مات کړی و.

د ایف بي آی مشر جیمز کومي دغه خبره په لندن کې په یوه امنیتي غونډه کې وکړه. هغه وویل چې که څه هم اداره یې د آپل د شرکت خلاف خپله دعوا بیرته اخیستې ده خو اوس هم د خلګو د خوندیتوب د ضرورتونو او د معلوماتو د محرمیت په اړه بحثونه روان دي.

«دوی باید په دې اړه خبرو ته ادامه ورکړي دا ځکه چې موږ یو مشکل لرو، . . . موږ باید دا معلومه کړو چې پرانټرنیټ او نورو ګرځنده الاتو د [معلوماتو د] محرمیت او امنیت او د خلګو د خوندیتوب موضوعات څنګه حل کړو.»

کومي زیاته کړه چې «دا ځکه چې دغه موضوعات د تروریزم په مواردو کې، چې د ایف بي آی د کار ساحه ده، د یو بل په مقابل کې واقع کیږي. زه یې مشخص ځواب نه لرم، خو موږ اړتیا لرو چې ځواب یې پيدا کړو. . .»

کومي دا و نه ویل چې د کلیفورنیا د سن برناردینو د تروریستي پیښې د مظنون رضوان فاروق د موبایل تلیفون نه یې څه ګټور معلومات ترلاسه کړي دي او که نه. خو، هغه زیاته کړه چې په دې اړه تحقیقات ادامه لري.

رضوان فاروق د تیر عیسوي کال د دیسمبر په میاشت کې د امریکا د کلیفورنیا د سن برناردینو په سیمه کې د تروریستي برید اصلي مظنون دی. په هغه برید کې چې فاروق اومیرمني یې برخه درلوده،۱۴ کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG