د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني پولیس: که د "افغان" یا "پټهان" په څیره مو څوک ولید، پولیس خبر کړئ


Banqladeşin paytaxtı Daka
Banqladeşin paytaxtı Daka

پاکستاني پولیسو د وروستیو ترهگریزو پیښو په غبرگون کې په پنجاب او په ځانگړې توگه په راولپنډۍ او منډي بهاوالدین ولسوالیو کې د قبایلي سیمو د خلکو څارنه پیل کړې ده او امنیتي مقامات وایي دا کار یې د امنیت د ټینگولو په خاطر کړی دی.

د پنجاب په منډي بهاوالدین ولسوالی کې پولیسو په یو ځانگړی اعلان کې له ولس غوښتي چې که په خپلو سیمو کې څوک د "افغان" یا "پټهان" په څیره ویني، نو پولیسو ته دې خبر ورکړي.

په رسنیو کې د پښتنو په هکله دا بیان د منډي بهاوالدین د پولیسو د ویاند له طرفه خپور شوی دی.

ددې بیان پښتو ژباړه: " وروستیو ترهگریزو پیښو ته په پام، له عام ولس نه غوښتنه کیږي چې ځینې مشکوک اشخاص چې د څیرې نه افغان یا پټهان ښکاري او په مختلفو سیمو کې د پیښورۍ قهوې، اوچو میوه جاتو، د لوبو او د کور د استعمال له شیانو سره لیدل شوي وي دوی د خپلو ناپاکو عزایمو له مخې د ملک په کومه یوه علاقه کې ترهگریز اعمال ترسره کولای شي، که چا داسې یو شخص چې افغان یا پټهان ښکاري او پیښورۍ قهوه، اوچه میوه، د لوبو شیان او د کور د استعمال شیان خرڅوي او یا هم بل کوم کس وینئ چې مشکوک بریښي، نو سمدستي نژدې تاڼې او یا پولیس، څوکۍ او پولیس بیسم کنټرول ته دې په ١٥ شمیره اطلاع ورکړئ."

اسلام اباد ته څیرمه په راولپنډۍ کې په رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه د پولیسو له قوله وايي چې په سیمه کې میشت د قبایلي سیمو د خلکو څارنه زیاته شوې او حکومت پښتنو ته د داسې چيپ لرونکو شناختي کارتونو په ورکولو غور کوي چې د هغوي د تگ راتگ ریکارډ به وساتل شي. پولیسو دا وړاندیز هم کړی چې پښتانه دې په یوه سیمه کې راټول کړای شي چې څارنه یې اسانه شي.

د رپوټونو له مخې په راولپنډۍ ښار او ولسوالۍ کې د قبائیلي سیمو ۴٣٠٠ اوسیدونکي یا ژوند او یا هم کاروبار کوي. همداشان په اټک ولسوالۍ کې ٦١٠، په جهلم کې ٢۴٥ او په چکوال کې د قبائیلي سیمو ٢٨٠ پښتانه اوسیږي او یا هلته کاروبار کوي.

د عوامي نیشنل پارټۍ سناتور شاهي سید، د امریکا غږ ډیوه رادیو ته ویلي چې په پنجاب کې پښتنو ته د شک او تردید په سترگه کتل کیږي او غواړي دا مسله په سنا کې مطرح کړي. ښاغلي سید ددې ډول اقدام د پای ته رسیدو غږ وکړ ځکه د هغه په اند دا کار تعصب او کرکه زیږوي.

څیړونکې وايي په پنجاب کې د پښتنو په وړاندې توپیر نوې خبره نه ده خو دې ته اوس حکومتي رنگ ورکول کیږي. د اقرا پوهنتون د نړيوالو چارو استاد شهریار خان چې پښتون دی، ویلي چې پښتنو سره توپیري چلند نه یوازې پښتانه د بې روزگارۍ سره مخامخ کولی شي بلکه په دې هیواد کې بیلتون غوښتنه او قوم پالنه هم راپارولی شي.

د پاکستان "ټو ډې" په نوم د انگریزۍ ژېې ورځپاڼه وايي د پنجاب د پولیسو مشر ویلي چې ولس ته يي د ترهگرۍ او د ترهگرو خلاف د بیدارۍ وینا کړې ده، خو په ځانگړې توگه د پښتنو د په نښه کولو په اړه یې چا ته امر نه دی کړی.

خو دا ورځپاڼه د منډي بهاوالدین د پولیسو د ترجمان عبدالروف له قوله وايي چې په ولس کې د ترهگرۍ خلاف پوهاوي د زیاتولو لپاره یې اعلامیه خپره کړې ده.

XS
SM
MD
LG