د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شریف افغانستان سره د خپل سرحد د بیرته پرانیستلو امر کړی


پاکستان نږدې یوه میاشت وړاندې په تورخم او چمن کې افغانستان سره خپل سرحد په یو اړخیز ډول وتړه.
پاکستان نږدې یوه میاشت وړاندې په تورخم او چمن کې افغانستان سره خپل سرحد په یو اړخیز ډول وتړه.

د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې د پاکستان صدراعظم میاه نواز شریف په عاجله توګه افغانستان سره په تورخم او چمن – سپین بولدک کې د خپلو سرحدي دروازو د بیرته پرانیستلو امر ورکړی دي.

په تورخم او سپین بولدک کې افغان سرحدي چارواکو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې نن له غرمې وروسته د یوې بجې په شاوخوا کې پاکستاني سرحدي ځواکونو چارواکو په تورخم او چمن کې افغان لورې ته افغانستان سره د خپلو تړلو سرحدي دروازو د پرانیستلو خبر ورکړی، خو تراوسه پر دغو لارو تګ راتګ پیل شوی نه دی.

په کندهار کې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند غورځنګ افریدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې پاکستاني سرحدي چارواکو نن غرمه له افغان سرحدي چارواکو سره غونډه کړې او پاکستاني لورې هغوی ته ویلي چې پر سرحد د تګ راتګ لپاره لاهم امر ترلاسه کولو ته انتظار وباسي.

د ننګرهار ولایتي چارواکو هم امریکا غږ اشنا راډیو ته په رسمي ډول د دروازو د بیرته پرانیستلو خبر نه دی تائید کړی.

په اسلام اباد کې افغان سفیر او د جمهوررئبیس محمد اشرف غني ځانګړي استازي حضرت عمر زاخیلوال د خپل فیس بوک په پاڼه لیکلي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سرحد د بیرته پرانیستلو پریکړه په لندن کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د ملي امنیت د سلاکارانو په غونډه کې شوې وه.

ښاغلي زاخیلوال لیکي " باید ووایم چې د لندن د تیرې پنجشنبې په ناسته کې د افغانستان او پاکستان تر منځ دلارو په بې قید و شرطه پرانستو توافق وشو او له هغې وروسته مو تیرې درې ورځې د نورو مهمو موضوعاتو تر خوا دا موضوع هم په جدیت تعقیب کړې چې دوه ګړۍ مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار ښاغلی سرتاج عزیز ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ راکړ چې د لندن د خبرو مطابق به نن لارې په کلي او دایمي توګه پرانستل شي".

تیره اونۍ د افغانستان او د پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو د برتانیې د ملي امنیت د سلاکار په منځګړیتوب په لندن کې د دغو هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره غونډه کړې وه

پاکستان د روان هجري شمسي کال د دلوې په ۲۹ افغانستان سره په تورخم او چمن – سپین بولدک کې خپلې سرحدي دروازې د دغه هیواد په یو شمیر ښارونو کې د تروریستي بریدونو وروسته وتړلې او هم یې د افغانستان په دوو سرحدي ولایتونو په سلګونو توغندي وویشتل.

افغان حکومت د پاکستان له خوا په یو اړخیز ډول د لارو بندولو او د توغندیو د ویشتلو له امله ملګروملتونو ته شکایت هم کړی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG