د لاس رسي وړ اتصالات

نوازشریف: پوځ ته ما نه دې ویلې چې رول ولوبوي


 دپاکستان صدراعظم د جمعي په ورځ د پارلمان غړو ته مالومات ورکوي
دپاکستان صدراعظم د جمعي په ورځ د پارلمان غړو ته مالومات ورکوي

د پاکستان پوځ له لورې د صدراعظم نوازشریف د ادعاو ردولو چې ده پوځ ته نه و ویلي چې په اسلام اباد کې دي د مظاهرو د پای ته رسولو لپاره رول ولوبوي، پر نوازشریف باندي نور هم فشار زیات کړی او مظاهرچیان ېې دی ته نور هم هڅولي دي چې دده د استعفا غوښته وکړي.

د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف د هیواد د ډیموکراسۍ پلوه قوتونو لخوا له دې کبله د سختو انتقادونو سره مخامخ شوی دی چې د پوځ مرسته غوښتې چې په هیواد کي روان سیاسي بحران حل کړی.

د څیړنکو په نظردا بحران دې ته اړتیا لری چې د سیاسي لارو چارو په وسیله دي حل شې.

د طاهر القادری پلویان
د طاهر القادری پلویان

د پاکستان په پارلمان کې د حکومت متحدین او د اپوزیسون نورگوندونه چې د حکومت ضد په پراخو مظاهروکي برخه نه لري، دوی هم د حکومت له خوا د پوځ د مرستي د غوښتلو په اړه د حکومت نه پوښتني کړي او د توضیحاتو غوښته یې کړی ده، د حکومت دا کار ېې غندلې دی او هغه یې غیر ډیموکراټیک بللې دی.

دغو انتقادنو نوازشریف دی ته اړ ویست چې د جمعي په ورځ پارلمان ته وینا وکړی. هغه ددی هڅه وکړه چې ددغه گام څخه ځان لیری کړی.

عمران خان په پارلمان کې دریم لوي سیاسې قوت لری او دی دا تور لگلوې چې په تیرو انتخاباتو کې د نوازشریف له خوا درغلې شوې وه. هغه په انتخاباتې سیسټم کې د اصلاحاتو راوستلو ورسته د نویو انتخاباتوغوښته کوي.
عمران خان په پارلمان کې دریم لوي سیاسې قوت لری او دی دا تور لگلوې چې په تیرو انتخاباتو کې د نوازشریف له خوا درغلې شوې وه. هغه په انتخاباتې سیسټم کې د اصلاحاتو راوستلو ورسته د نویو انتخاباتوغوښته کوي.

هغه د پارلمان غړو ته وویل "د پوځ څخه د ریم گړي د رول د ادا کولو غوښتنه ېې نه وه کړی او نه پوځ زموږ څخه دا غوښتنه کړې وه چې دا کار وکړی."

ښاغلي شریف دا هم وویل چې " د مظاهره چیانو مشرانو عمران خان او طاهرالقادری په دی ټینگار کاوه چې د پوځ د مشر سره ووینې او ده ورباندی اعتراض ونه کړ".

خو د هغه د وینا نه څو ساعته وروسته پوځ په زغرده د نوموړی ادعاوي رد کړې او د پوځ ویاند وویل چې لوي درستیز جنرال راحیل شریف ته د حکومت لخوا وویل شول چې د اوسنې سیاسې جنجال دپای ته رسولو لپاره رول ادا کړی.

هغه زیاته کړه چې دغه غوښتنه د جنرال شریف څخه تیره ورځ د صدراعظم په دفتر کې د ملاقات په وخت شوي وه.

له تیرو دوو اونیو راهیسي د عمران خان او طاهر القادری زرگونو پلویانو په اسلام اباد کې احتحجاجونه او مظاهرې شروع کړي، او د صدراعظم څخه غواړې چې استعفی دي وکړي.

صدراعظم د استعفا کولو څخه انکار کړی دی او دا یی د اساسې قانون خلاف غوښتنه بللې او ویلې یې دي چي د حکومت لخوا د خبرو له لاري د دغه سیاسي بحران د حلولوهڅي کامیابه نه شوي.

د نوازشریف له خوا په پارلمان کې د بیانیې او بیا د پوځ لخوا دهغه د ادعاود ردولو نه وروسته عمران خان خپلو پلویانو ته د جمعي په ورځ وویل چي دوی به تر هغو پوری د خپلواعتراضونو او د مظاهرونه لاس وانه خلي چې نوازشریف یی د واکه نه وی لیری کړی.

عمران خان وویل، "،خلک ولې په پاکستان کې مالیې ورکړی او باید د فساد اودرغلیو په کارونو کې ورښکیل نشې، په داسي حال کې چې د هغوی مشر نوازشریف په ښکاره په پارلمان کې درواغ وویل".

طاهرالقاددری د لومړی وزیر نوازشریف او دهغه د حکومت د نورو لوړ پورو چارواکو محاکمه کول غوړای
طاهرالقاددری د لومړی وزیر نوازشریف او دهغه د حکومت د نورو لوړ پورو چارواکو محاکمه کول غوړای

طاهرالقادری هم خپلو پلویانو ته چې د عمران خان د اعتراض ناستو څخه په لیږ واټن ېې د اعتراض ناستې جوړي کړي دی، په صدراعظم انتقاد وکړ چې غلطه بیانیه یی ورکړی ده.

عمران خان په پارلمان کې دریم لوي سیاسې قوت لری او دی دا تور لگلوې چې په تیرو انتخاباتو کې د ښاغلي له خوا درغلې شوې وه. هغه په انتخاباتې سیسټم کې د اصلاحاتو راوستلو وروسته د نویو انتخاباتو غوښته کوي.

طاهرالقاددری بیا د ښاغلي شریف او د هغه د حکومت د نورو لوړ پورو چارواکو محاکمه کول غوړای.

طاهره عبدالله د بشری حقوقو یوه فعاله ده او په سیاست کې د پوځ د رول سخته مخالفه ده.

نوموړې د امریکا غږ ته وویل "ما داسی هیله درلوده، چې کیداسي شی موږ حالات بدل کړل، او موږ په انتقالې دوره کې یو، خو نن ما دا درک کړه چې حالات نه دی بدل شوی او موږ په انتقالې دوره کې نه یو او د پاکستان په تاریخ کې موږ ۴٠ کاله نور پرشا شو"

تیرکال کله چې د نواز شریف گوند په عمومي انتخاباتو کې اکثریت ترلاسه کړ نو د پاکستان په تاریخ کې د یوه انتخاب شوي حکومت څخه بل انتخاب شوي حکومت ته واک وروسپارل شو.

یر خلگ داسی فکر کوې چې نوازشریف هغه پریکړه چې پخوانې پوځي جنرال پرویز مشرف د غدادری په تور محاکمه کړی، د نوموړي دغه گام د هغه د پوځ سره اړیکې خرابې کړی.

XS
SM
MD
LG