د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د ټي ټي پي ډلې سره د خبرو لپاره هیڅ پلان نشته


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي ډلې سره د خبرو په اړه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د مرستیال وړاندیز ته په غبرګون کې دا وړاندیز رد کړی او ویلي دي چې پاکستان ددغې تروریستي ډلې سره د خبرو لپاره هیڅ پلان نلري.

میرمن بلوڅ د پنجشنبې په ورځ اپریل څلورم (وري ۱۶) اسلام اباد کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال د طالبانو له حکومت وغوښتل ددغو تروریستي ډلو او د هغوی د مشرانو په خلاف دې چې په پاکستان کې تروریستي بریدونه ترسره کوي اقدام وکړي.

میرمن بلوڅ وویل: " مونږ د ټي ټي پي سره د خبرو ترسره کولو پلان نلرو او د افغان مقاماتو (طالبانو حکومت) څخه مو تمه داده چې ددغو تروریستي ډلو او د هغوی د مشرانو له خوا د ترسره شویو جنایاتو چې هغوی ترسره کړي او تروریستي بریدونه یې کړي او هغوی یې مسوولیت لري پر وړاندې اقدام وکړي".

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري د سه شنبې په ورځ اپریل دوییم (وري ۱۴) د خوست په ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" له ډلې وغوښتل چې خپلې ستونزې دې د خبرو له لارې هواري کړي.

ښاغلي عمري وویل: " د پاکستان حکومت باندې غږ کوو هغه وروڼه چې دوی سره جنګیږي هغوی ته هم مشوره ورکوو چې جنګونه مونږ لیدلي دي، انقلابونه مونږ لیدلي دي. جنګونه انقلابونه ستونزې پیدا کوي انقلاب پیدا کوي وطن ورانوي اقتصاد ختموي نظام تباه کوي، په خپل منځ کې سره جوړ شئ".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د افغانستان سره د خیبرپښتونخوا ایالت د شانګله د بشام په سیمه کې پر چنیايي انجینرانو باندې د برید په اړه وویل چې امنیتي ادارې لا هم په دې باب پلټنې کوي او د پلټنو وروسته که چیرې دغه برید د افغانستان سره تړاو ولري د طالبانو حکومت سره به پرې خبرې وکړي.

دمخه پاکستاني امنیتي ادارو ویلي و چې په دې برید کې استعمال شوی موټر د افغانستان دغه سیمې ته وړل شوی وو اوهم دغه برید په تړاو یې په نیول شویو کسانو کې افغانان هم نیولي دي.

میرمن بلوڅ د یو خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې د پخواني جمهور رئیس اشرف غني د واکمنۍ پر مهال پاکستان د طالبانو سره په اړیکو کې و ایا اوس دا هیواد د پخواني جمهور رئیس سره په اړیکو کې دی او که نه وویل: " زه غواړم چې ووایم چې پاکستان د افغانستان د ټولنې ټولو برخو سره ښکیل دی".

د افغان کډوالو د ستنولو دوییم پړاو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په دغه خبري کنفرانس کې له دغه هیواد څخه د کوچني اختر وروسته د افغان کډوالو د ستنولو د بهیر د پیل په اړه خپرو شویو راپورونو په باب وویل چې پاکستان په دغه هیواد کې د میشتو قانوني اسنادو نه لرونکي کډوالو په اړه کومه ځانګړې پالیسي نلري.

میرمن بلوڅ وویل: " د پاکستان دریځ دا دی چې هغه افراد چې په پاکستان کې په غیرقانوني ډول اوسیږي باید چې خپلو هیوادونو ته ستانه شي او په دغو کسانو کې د افغانستان اوسیدونکي هم شامل دي. همداشان مونږ په وروستیو څو میاشتو کې ولیدل چې په لوړ شمیر افغانان په خپله خوښه خپل هیواد ته ستانه شوي او په کم شمیر نور افغانستان ته شړل شوي دي".

خو میرمن بلوڅ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د دوییم پړاو د پیلیدو په اړه وویل چې اوس مهال د افغان کډوالو د ایستلو په هکله د نوو اقداماتو په باب څه نشي ویلي.

زهرا بلوڅ وویل په دې برخه کې په مختلفو اقداماتو باندې خبرې روانې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې په دې اړه به د کورنیو چارو وزارت په مناسب وخت کې جزئیات د رسنیو سره شریک کړي.

ددې دمخه پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې پلان لري د اپریل میاشتې له نیمايي وروسته پدې هیواد کې د افغان کډوالو ایستلو دوییم پړاو پیل کړي.

د خیبر پښتونخوا حکومت یو جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د مارچ ۱۹ (کب ۲۹) د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي و، چې پوځي ادارو ورته احوال ورکړی چې پدې هیواد کې په غیر قانوني توګه د میشتو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دویم پړاو به د روژې میاشتې پای ته رسیدو څخه وروسته پیل شي.

میرمن بلوڅ کابل ته د پاکستان د سوداګرۍ د وزارت د مرستیال په مشرۍ د تیرې اونۍ د یو پلاوي د سفر پر مهال د طالبانو د حکومت سره د شویو موافقو او په ځانګړي ډول دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیتي مالونو د انتقال لپاره موټرچلوونکو ته د سفر موقتي اسنادو باندې د تګ راتګ د اجازې د پریکړې په اړه وویل چې پاکستان د "یو سند رژیم" په پالیسۍ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

خو هغې د سفر د موقتي اسنادو په سر شوې موافقه رده نکړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG