د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: تراوسه د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو پرته د نورو افغان کډوالو د ایستلو پلان نشته


عکس: ارشیف - افغان کډوال
عکس: ارشیف - افغان کډوال

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دغه هیواد د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو لپاره په ټولو ممکنه لارو چارو باندې غور کوي، خو هغه کډوال چې د افغانستان د پیژندنې کارتونه (ACC) ولري اوس مهال یې د ایستلو کوم پلان نشته دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د جمعې په ورځ اپریل ۱۹( وري ۳۱) اسلام اباد کې د یو خیریال د پوښتنې په ځواب کې چې ایا اسلام اباد د افغان کډوالو د ایستلو په ځانګړي ډول د (PoR) او د افغانستان د پیژندنې کارتونو (ACC) لرونکو کډوالو بل پړاو کله پیلوي، وویل چې اوس مهال ددغو کارت لرونکو کډوالو د ایستلو پلان نشته.

میرمن بلوڅ وویل: " زه غواړم چې په دې ټینګار وکړم چې پاکستاني مقامات د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو په ټولو اړخونو باندې غور کوي او اوس مهال د افغانستان د پیژندنې کارتونو (ACC) لرونکو کډوالو د ایستلو کوم پلان نشته دی. کله هم چې په دې اړه پریکړه وشي د اړوندو ادارو له خوا به اعلان شي".

دمخه پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې د پاکستان حکومت له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو د دوییم پړاو په ترڅ کې به د افغانستان د پیژندنې کارتونو (ACC) لرونکي کډوال هم خپل هیواد ته ستانه کړي.

په عین وخت کې ملګرو ملتونو تمه ښودلې چې د روان ۲۰۲۴ کال د جولای ترمیاشتې کیدای شي چې ۷۲۰ زره د اوسیدانې قانوني اسنادو نلرونکي کډوال او ۵۰ زره نور په پاکستان کې د (PoR) په نوم کارت لرونکي کډوال به افغانستان ته ستانه شي.

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت له خوا د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو د پروګرام د پیلیدو راهیسې تراوسه ۵۴۷ زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د شمیرنو له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۲.۱۸ میلیون افغان کډوال د کډوالۍ قانوني اسناد لري چې ددې له ډلې ۱.۳ میلیونه یې د "پي او ار" ثبت شوي کارتونه او له ۸۸۰ زرو څخه زیات نورد افغانستان د پیژندګلوۍ د موقتي اوسیدانې " اې سي سي" کارتونه لري.

د کډوالو ادارې وايي، د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، د ۶۰۰ زرو څخه تر ۸۰۰ زرو په شاوخوا کې نورو افغانانو هم پاکستان ته کډه کړې ده چې که څه هم یو شمیر یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري خو د ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.

ممتاز زهزا بلوڅ په خپل دغه خبري کنفرانس کې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر تیرې اونۍ د یوې اعلامیې په اړه چې په کې ویل شوي وو چې پاکستاني امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې د تروریستانو یوه اوه کسیزه ډله محاصره کړې چې غوښتل یې له افغانستان څخه د سرحد بلې غاړې ته لاړ شي، د یو خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په دې مسله د طالبانو حکومت سره خبرې شوي وویل چې د افغانستان سره د مختلفو چینلونو له لارې خبرې روانې دي.

میرمن بلوڅ وویل: " د ( پاکستان د پوځ) په اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان په پرله پسې ډول افغان لنډمهاله حکومت (طالبانو حکومت) څخه غوښتي چې د سرحد په اوږدو کې په خپله غاړه کې په اغزیمن ډول سرحدي چارې مدیریت کړي او مونږ تمه لرو، چې لنډمهاله حکومت خپل مسوولیتونه پوره کړي او د هغو تروریستانو مخه ونیسي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان په خلاف کاراخلي".

میرمن بلوڅ وویل چې پاکستان او افغانستان ترمنځ په دې مسلو خبرې د مختلفو چینلونو له لارې روانې دي او پاکستان د طالبانو د حکومت چارواکو ته د دغسې پیښو په اړه خپلو اندیښنو شریکولو ته دوام ورکوي.

د طالبانو حکومت له وړاندې د پاکستان له حکومت غوښتي چې د دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ستنولو په تړاو دې یواړخیزه پریکړه ونکړي.

خو دغه حکومت د پاکستان پرخلاف د ترویستانو له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه د پاکستان د پوځ د تازه ادعاو په هکله تراوسه څه نه دي ویلي خو د طالبانو حکومت دغه د اسلام اباد دا ډول ادعاوې بې اساسه بللې وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG