د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: پاکستان د اقلیتونو په خوندیتوب کي ناکامه شوی


د پاکستان دننه او دباندي د بشري حقونو ډلې د مسلمانانو پر یو اقلیت ډلې باندي وروستی برید چي په لړ کي یې لږ تر لږه ۳۰ کسه وژل شوي دي او کورونه یې سوځول شوي دي، غندي او دا کار وحشت او ظلم ګڼي.

په پاکستان کي د اقلیتونو پرضد بریدونه په دې ورستیوو میاشتو کي زیات شوي دي.

د ګوجرانوالا په ختيځ ښار کي د یکشنبې په ورځ ناوخته وروسته له هغه نه تشدد پیل سو چي داسي ادعاګانې وسوې چي د احمدیه د ډلي یوه غړي پر فیسبوک باندي داسي مواد خپاره کړي دي چي اسلام ته په کښي د ادعا له مخې سپکاوی شوی دی.

سیمه ایز پولیس وايي چي په وژل شویو کسانو کي یوه ۵۵ کلنه ښځه او د هغې دوې لمسیانې هم شاملې دي او همداشان زیات شمیر نورې ښځې او ماشومان په روغتونونو کي د سخت سوځېدلو وروسته تر درملنې لاندي دي.

د احمدیې ډله: موږ هیڅ نه دي کړي

د احمديه د ډلې یو ویاند دا رد کړل چي ګواکي پر فیسبوک باندي د دوي له خوا کوم توهین آمیزه مواد خپاره سوي دي او دا چي دغه ادعاګانې په بشپړه توګه بې ځایه او غلطي دي. نوموړي زیاته کړه چي سیمه ایز پولیس د برید پرمهال کرار ولاړ وو او د قتل عام ننداره یې کوله خو پولیس بیا دا تور ردوي.

د پاکستان د بشري حقوقو خپلواک کمیسون دغه پېښه غندي او وايي چي دا یو "زړه بوږنونکې" او "حیرانونکې" پېښه ده.

دغه سازمان د پاکستان د اړوندو ادارو څخه غوښتنه کړې چي په دې برخه کي دي هر اړخیز تحقیقات وکړي او دا دي په ډاګه کړي چي پولیس ولي په دې نه دي توانېدلي چي د برید مخنیوی وکړي.

ددغه کمیسون چارواکي وايي چي د ښځو او کوچنیانو سوځول په دې خاطر چي هغوي د یو مذهب پلویان دي د حد څخه زیات ظلم او بربریت څرګندوي.

"اسلام ته د سپکاوي د منعې قانون عامه نظم ته ګواښ دی"

په لندن کي میشت د عفو د نړیوال سازمان غړی مصطفی قدري وايي چي دوي غواړي چي د دې زړه بوږنونکي جنایت مسول کسان د عدالت مونګولو ته وسپارل سي.

هغه وايي "داسي ښکاري چي یا خو پولیس ناتوان وو او یا یې هم په قصده یې نه غوښتل چي د دې برید مخنیوی وکړي او په همدغه دلیل زیات شمیر خلګ ووژل او ټپیان شول. دا نه یواځي د پاکستان د حکومت کمزوري ښکاره کوي چي نشي کولای خپل خلګ په داسي مواردو کي وژغوري بلکې دا د هغو قوانینو خطر هم په ډاګه کوي چي اسلام ته د سپکاوي د منعې په خاطر نافذ سوي دي او په ټولنه کي نظم ته ګواښ پېښوي."

په واشنګټن کي د امریکا د باندنیو چارو وزارت پرون د دوشنبې په ورځ د مذهب د نړیوالو آزادیوو کلنۍ رپوټ خپور کړ چي په کښي د پاکستان پر حکومت باندي نیوکه شوې ده چي د اقلیت مذهبي ډلو او د بشر د حقوقو د مدافعینو په خوندي ساتلو کي ناکامه شوی دی.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري وویل چي پاکستاني چارواکي اوس هم داسي قوانین تطبیقوي چي د احمديې مسلمانه ډله یې په لړ کي منزوي سوې ده.

هغه زیاته کړه " په پاکستان کي افراطیانو د فرقه ايي جګړو په لړ کي د ۵۰۰ څخه زیات شعیه مسلمانان ووژل او تیرکال یې په یوې کلیسا کي په یوې حملې کي ۸۰ عیسویان ووژل. د پاکستان حکومت لا دغه کسان د عدالت مونګولو ته نه دي سپارلي."

د یادونې وړ ده چي په پاکستان کي فعالین اسلام ته د سپکاوي د منعې قوانین د نورو لاملونو ترڅنګ د تشدد یو عمده لامل ګني په خاصه توګه د اقلیت مسلمانانو پرضد.

دغه فعالین په دې باور دي چي ددغو قوانینو څخه ناوړه ګټه اخیستل کېږي او د مسلمانانو او غیر مسلمانانو پرضد استعمالېږي.

دوي زیاتوي چي دغه قوانین د بشر د مذهب او د فکر د آزادیو اساسي قوانین ترپښو لاندي کوي.

د هغه وخت راهیسې چي څلور کاله مخکي په احمديه ډلې بانډي همزمانه تروریستي بریدونه وشول او شاوخوا ۹۰ کسه په کښي ووژل شول، د یکشنبې د ورځې برید تر ټولو زیات خونړۍ برید وو چي په دې څلور کالو کي د احمديه ډلې پر ضد ترسره سو.

احمديه ډله خپلو ځانونو ته مسلمانان وايي خو د پاکستان حکومت په ۸۰ مې لسیزې کي دغه ډله غیر اسلامي وګڼله چي د فعالینو په نظر یو دلیل چي پر دې ډلې بانډي ولي بریدونه کېږي هم همدغه د حکومت پریکړه ده.

XS
SM
MD
LG