د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ډیورنډ په ټوله کرښه کټارې لګوي


ښاغلي غفور وویل په باجوړ او مومندو کې یې د کټارو د لکولو کار پیل کړی دی
ښاغلي غفور وویل په باجوړ او مومندو کې یې د کټارو د لکولو کار پیل کړی دی

د پاکستان پوځ د ډیورنډ کرښې باندې د اغزن مزو او کټارو د لګولو په اړه تازه جزییات خپاره کړل.

د پوځ ویاند جنرال اصف غفور په اسلام اباد کې د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې پر دغې پروژې یې وار دمخه کار پیل کړی دی.

ښاغلي غفور وویل چې دوی پلان لري چې د ډیورنډ کرښې "په ۲۶۱۱ کیلومتره کې اغزن مزي او کټارې ولګوي او همدغه راز د ۲۰۱۹ کال پورې د دغې کرښې په اوږدو کې ۳۳۸ امنیتي چاوڼۍ جوړې کړي".

ښاغلي غفور وویل چې په باجوړ او مومندو کې یې په ۷۴۴ کیلو متره سیمه کې د کټارو د لکولو کار پیل کړی دی.

نوموړي وویل تر دې دمه یې د ۳۳۸ پلان شویو سرحدي پوستو له ډلې څخه یې ۴۳ جوړې شوي دي.

هغه په خپل دغه خبري کنفرانس کې په پاکستان کې د ۱۸۵۹ هغو افغانانو د نیولو خبره هم وکړه چې په وینا یې په هغه هیواد کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه درلودل.

د پاکستان د پوځ ویاند داسې مهال دا خبره کوي چې افغان حکومت په ډیورنډ باندې د اغزن مزو او کټارو د لګولو سره مخالفت ښودلی دی. پاکستان وايي دا کار د دې لپاره کوي چې په ادعا یې له افغانستان څخه د اوښتونکو اورپکو مخه ونیسي، خو افغان حکومت وايي دا د ستونزو حل نه دی او باید د اورپکو په ضد قوي عملیات وشي.

خو د پاکستان د پوځ ویاند وايي دا کار د دواړو هېوادونو په ګټه دی.

XS
SM
MD
LG