د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان له افغانستان سره په پوله د کټارو لګول پیل کړي


پاکستاني چارواکي وايي خوندي پوله د دواړو هېوادونو په ګټه ده
پاکستاني چارواکي وايي خوندي پوله د دواړو هېوادونو په ګټه ده

د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه وایي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پولې د اغزن تار (کټارې) لګول پیل شوي دي.

ښاغلي باجوه وویل چې کټارې به لومړی په هغو سیمو کې لګول کیږي چې وسله وال پرې په اسانۍ تګ راتګ کولی شي. جنرال باجوه دغه خبره د شنبې په ورځ قبایلي سیمو ته د خپل سفر په مهال وکړه.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وویل چې د باجوړ او مومند ایجنسۍ تر ټولو زیاتې خطرناکې سیمې دي او پوځ به اول په همدغو سیمو کې کټارې لګوي.

د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې له افغان مقاماتو سره د پولې په شاوخوا کې د امنیت د ښه والي لپاره خبرې روانې دي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز ویلي دي چې خوندي او سوله ییزه پوله د دواړو هیوادونو په ګټه ده.

تراوسه افغان حکومت د پاکستان د دغه اقدم په اړه څه نه دي ویلي خو مخکې یې پر ډیورېنډ کرښې د هر ډول خنډ جوړول غندلي وو. پاکستان دا اقدام داسې مهال کوي چې له افغانستان سره یې اړیکې تر پخوا خرابې شوي دي.

څه موده مخکې د پاکستان په لال شهباز زیارت کې چاودنه وشوه او لسګونه کسان یې ووژل، پاکستان له دغې چاودنې وروسته د تورخم او چمن دروازې وتړلې.

پاکستاني مقامات ادعا کوي چې د دغه برید تنظيمونکي په افغانستان کې فعالیت کوي، خو افغان حکومت دا ادعا نه مني او وايي چې د دروازو بندول د حل لاره نه ده.

XS
SM
MD
LG