د لاس رسي وړ اتصالات

د ارزګان په پنځه ولسوالیو کې جګړه روانه ده


د ارزګان د والي ویاند دا ومنله چې په دغو جګړو کې په پنځه ولسوالیو کې دولس امنیتي پوستې مخالفو وسله والو نیولي دي.
د ارزګان د والي ویاند دا ومنله چې په دغو جګړو کې په پنځه ولسوالیو کې دولس امنیتي پوستې مخالفو وسله والو نیولي دي.

د ارزګان ولایتي چارواکي وایي، د تیرو دریو ورځو راهیسې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ جګړه روانه ده، چې په ترڅ کې یې ١٢ امنیتي پوستې د افغان ځواکونو له لاسه وتلي دي.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې له تیرې چارشنبې راهیسې د دغه ولایت خاص ارزګان، دهراود، شهید حساس، چینارتو او چارچینو ولسوالیو کې مخالفو وسله والو د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو عملیات پیل کړي، چې په ترڅ کې یې ١٠٢ مخالف وسلوال وژل شوي او څلویښت نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي نایاب په دغو جګړو کې د څوارلس افغان امنیتي ځواکونو وژل کیدل هم تائید کړل.

د اروزګان د والي ویاند دا ومنله چې په دغو جګړو کې په پنځه ولسوالیو کې دولس امنیتي پوستې یا مخالفو وسله والو نیولي دي او یا هم افغان امنیتي ځواکونه ورڅخه په تکتیکې توګه په شا شوي دي.

له بلې خوا د کندهار په ولایت کې چارواکي وایي، مخالفو وسله والو د ارزګان ولایت د خاص ارزګان د ولسوالۍ په ګاونډ کې د کندهار ولایت د میانشین په ولسوالۍ هم له تیرو دریو ورځو راهیسې ډله ایز بریدونه پیل کړي، چې پر وینا یې دا بریدونه په شا تمبول شوي دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د میانشین ولسوالۍ په جګړه کې څلور مخالف وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

په ارزګان او کندهار کې امنیتي چارواکي وایي، مخالفو وسله والو په دغو دواړو ولایتونو کې د ډله ایزو بریدونو د پیل دمخه دغو ولسوالیو ته په غزیدلو لارو ماینونه ښخ کړي، چې په دغو لارو تګ راتګ یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG