د لاس رسي وړ اتصالات

د اوفا شبکه: د طالبانو حاکمېت له امله افغانستان منزوي شوی


د افغانستان په اړه د اوفا شبکې غونډه
د افغانستان په اړه د اوفا شبکې غونډه

د اوفا شبکې د جمعې ورځ فبروري ۱۷ (سلواغې ۲۸) د افغانستان د اوسني وضعیت څخه د وتلو او حل لارو موندلو په موخه په ویرجینیا ایالت کې غونډه وکړه.

د اوفا شبکه "Organize for Afghanistan" په ۲۰۲۲ کال کې په بهر کې د میشتو افغانانو لخوا د ټولو افغانانو ترمنځ د یووالي او راتلونکي‌ نسل ته د کار کولو لپاره جوړه شوې ده.

د غونډې یو شمېر ګډون والو د جمعې د ورځې په غونډه کې وویل د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په پنځلسمه نېټه افغانستان د "تپل شوې دښمنې کړۍ لخوا ونیول شو."

د اوفا شبکې مشر فضل الحق حقمل وايي: "پر افغانستان د طالبانو تر واکمنیدو وروسته د افغانستان ټولې لاسته راوړنې له منځه تللي، ملي یووالی کمزوری شوی، سیاسي،‌ پوځي او علمي‌ کدرونه د هیواد پریښودو ته اړ شوي، بې وزلي او لوږه زیاته شوې، نجونې د تعلیم څخه محرومې شوي او افغانستان په نړیواله کچه منزوي شوی. "

په واشنګټن او شاوخوا ښارونو کې میشتو افغانانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خپل غږ اوچت کړي. دغو افغانانو د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ او د ملي حاکمېت د اعاده کولو غوښتنه هم وکړه.

که څه هم طالبانو په وار وار دغه راز تورونه رد کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې وضعیت ښه دی او هغوی په خپلو کارونو کې بریالي دي.

ددې غونډې ګډون والو وویل، په افغانستان کې د ملي مسایلو لکه ملي مصطلحاتو، ملي بیرغ،د ملي څلو له منځه وړلو، او د افراطي مدرسو په جوړولو سره د نوي نسل ترمنځ د طالبانو د فکر ترویج لپاره هڅې روانې دي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل رومان دې غونډې ته وویل په وروستیو څو کلنو کې په افغانستان قومي، ژبني او سمتي ستونزې راولاړې شوې دي او ځوان نسل ته په کار ده چې ددغه راز ستونزو له منځه وړولو لپاره په ګډه کار وکړي.

ښاغلی رومان وايي: "هره خوا چې ګورې ټولنه په قوم، ژبې او مذهب ویشل شوې ټولنه لرو. "

د غونډې ګډون والو وویل د افغانستان د اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره پکار ده چې ټول افغانان سراسري مبارزه پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو څخه د ۱۵ میاشتو په تیریدو یاده ډله هیڅ هیواد په رسمیت پيژندلې نده او دې ډلې پر افغانانو په خاص ډول پر میرمنو او نجونو سخت قیودات وضع کړي دي.

XS
SM
MD
LG