د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، باراک اوباما ویلي چې خپله ټوله وسه کاروي چې د ګوانتانامو زندان د تل لپاره وتړي.
ولسمشر اوباما له سي ان ان تلویزیون سره په مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه ټینګار وکړ چې د ګوانتانامو زندان په نړۍ کې د امریکا حیثیت ته زیان رسوي.
ولسمشر اوباما وویل"دغه [زندان] زموږ له ارزښتونو سره په ټکر کې دی او خورا ډیر ګران راته پریوځي. موږ پدغه ځاې کې پر هر بندي په میلیونونه ډالره مصرفوو".
د ګوانتانامو زندان چې د امریکا د پوځ لخوا اداره کیږي په ۲۰۰۲ کال کې پدې موخه جوړ شو چې پکښې د نړېوالې ترهګرۍ شکمن کسان د ناڅرګندې مودې لپاره وساتل شي او ترې پوښتنې ګرویږنې وشي.
د بشري حقونو ملاتړي سازمانونه د دغه زندان له شتون سره کلک مخالفت کوي او وايي بندېان پکښې په ناقانونه توګه ساتل کیږي. په تېرو ۱۲ کلونو کې، په ځانګړې توګه د دغه زندان د جوړېدو په لمړېو کلونو کې، ګوانتانامو زندان کې شاوخوا ۷۰۰ کسان بندي شول خو دا مهال پکښې تر ۱۵۰ لږ بندېان پاتي دي او پدغو کې ۸ افغانان دي.
کرزی – اوباما
د امریکا د کانګرس ځيني جمهوریت غوښتونکي غړي د ګوانتانامو د زندان له تړلو سره مخالفت کوي. دوي وايي که پدغه زندان کې شته بندیان خوشې شي یا نورو هېوادونو ته وسپارل شي نو د امریکا ملي امنیت ته ښايي زیان وروسوي.
دا پداسې حال کې ده چې ولسمشر اوباما وايي چې په ګوانتانامو کې د بندیانو شتون "په ټوله نړۍ کې جهادیان او اورپکي هڅوي".
پر ګوانتانامو زندان د امریکايي ولسمشر دغې کلکې نیوکې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي څرګندونو سره یو څه اړخ لګوي. ولسمشر کرزي په ۲۰۱۲ کال کې وویل چې د بګرام زندان "د طالب جوړولو فابریکه ده".
په افغانستان کې مېشتو امریکايي پوځيانو په ۲۰۰۲-۲۰۱۲ کلونو کې په سلګونه مشکوک طالب جنګیالي او د القاعده د ترهګرې ډلې غړي په بګرام زندان کې بندیان کړي وه.
د افغان حکومت له پرلپسې غوښتنو – چې آن د کابل او واشنګتن تر منځ اړېکې یې خړې پړې کړې – د ولسمشر اوباما حکومت د بګرام زندان او پکښې ټول افغان بندیان د افغانستان حکومت ته وسپارل.
که څه هم د بګرام "د طالب جوړولو فابریکه" اوس تړل شوې ده خو طالبان لاهم په افغانستان کې جنګیږي.