د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما، احمدزي ته د امریکا د سفر بلنه ورکړې ده


د امریکا ولسمشر بارک اوبا (ارشیف)
د امریکا ولسمشر بارک اوبا (ارشیف)

د ولسمشرۍ ماڼې ارګ او په کابل کې د امریکا سفارت د افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي او د امریکا د ولسمشر بارک اوباما ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې د شویو خبرو جزئیات خپاره کړي او ویلي یې دي چې د امریکا د سفر بلنه ولسمشر احمدزي او د هغه اجرائيوي رئیس عبدالله عبدالله ته ورکړل شوې ده.

ښاغلي اوباما په داسې حال کې چې د افغانستان له ولسمشر سره اجرائيوي رئيس هم حاضر و، د ملي یووالي د حکومت د مشرۍ د تېرې یوې میاشتې کړنې، لاسته راوړنې بللي او مبارکي یې ورکړې ده.

د امریکا ولسمشر د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړي کولو په تړاو هم له افغان مشرانو سره خبرې کړي دي، ترڅنګ یې د افغانانو په رهبرۍ د سولې له هڅو د امریکا او د سیمې ملاتړ یاده هم کړې ده.

ددغه ویډیوي کنفرانس له لارې د امریکا ولسمشر د ولسمشر اشرف غني احمدزي او اجرائيوي رئيس عبدالله عبدالله ترمنځ ګډ کار ستایلی او د امریکا د تعهداتو یاده یې کړې ده.

د ارګ اعلاميې که څه هم په لنډه ددغه ویډیوي کنفرانس خبر ورکړی خو ویلي یې دي چې زیات جزئیات به یې وروسته خپاره شي.

XS
SM
MD
LG