د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا یو بل بین القاروي توغندی وازمایه


د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون او نظامي مسؤلین د بین القاروي توغندي د ازمایښت خوښي لمانځي.
د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون او نظامي مسؤلین د بین القاروي توغندي د ازمایښت خوښي لمانځي.

د امریکا او جنوبي کورېا پوځونو د جمعې په ورځ د شمالي کوریا د اوږد واټن ېوبل بین القاروي بالیستیکي توغندې د ازمایلو په ځواب کې توغندي وارکړل چې د جنوبي کورېا په سمندري حدودو کې دننه ولگیدل.

په جنوبی کورېا کې د امریکا د پوځ د اتمې قوې په ېوې مطبوعاتي بیانیې کې راغلي دي چې امریکایې قواو په دې ژوندیو تمریناتو کې د توغندو د دفاعی سیسټم ATACMS) ) تاکتیکي توغندي او د جنوبی کورېا پوځ د(هیونمو) ډوله توغندي په کار واچول .

د امریکا د دفاع وزارت ووېل چې دا توغندي په ډېره چټکۍ سره په دقېقه توگه خپل هدف له منځه وړي او په هرډول موسم کې فعالیت کولاې شي. د امریکا ېوې پوځي سرچینې امریکاغږ ته ووېل چې تمرینات د ماښام په پنځه نیمو بجو په محلي وخت پیل شول.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنټاگون ېوه وېاند مخکې ویلي وو چې دشمال کورېا توغندی د ١٠٠٠ کیلو مټره واټن له وهلو وروسته د ۴٠ دقیقو پرواز په پای کې د جاپان په سمندرگي کې ولوید.

په تېروڅوهفتوکې دا دوهم ځل دی چې شمالي د اوږده واټن بالیستیکي توغندی وارکړ. د جاپان صدراعظم شینزو ابې وویل " امکان لري چې د شمالي کورېا دا نوی بالیستیکي توغندې د جاپان په ځانگړې اقتصادي زون کې لګیدلی وي."

د متحده اېالاتو د پوځ د سترو درستیزانو د کمیټې رئیس، جنرال جوزیف ډنفورډ او په د آرام سمندر د سیمې لپاره د امریکا د سمندري پوځ عمومي قوماندانامیر البحر هیري هیرس د جمعې په ورځ د جنوبی کورېا د پوځ د سترو درستیزانو د کمېټې له رئیس، جنرال لي سونجین،سره په تلیفون وغږیدل او د شمالي کوریا په مقابل کې یې پرمختلفو نظامي اقداماتو خبرې وکړلې.

XS
SM
MD
LG