د لاس رسي وړ اتصالات

بهرامي: افغان کومانډویان د تورې‌بوړې لوړو څوکو ته رسیدلي


د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر وايي، کومانډو ځواکونه د تورې بورې په لوړو څوکو کې ځای پر ځای شوي دي.
د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر وايي، کومانډو ځواکونه د تورې بورې په لوړو څوکو کې ځای پر ځای شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، د داعش ډلې د ځپلو لپاره افغان کومانډویان په توره بوړه سیمه کې د هوا له لارې کوز شوي.

تیره اونۍ د ننګرهار سیمه‌ییزو چارواکو وویل، چې داعش وسله‌والو د دغه ولایت د پچیراګام ولسوالۍ د تورې بوړې ستراتېژيکه سیمه نیولې او د یادې ولسوالۍ د مرکز د نیولو لپاره یې جګړې ته زور ورکړی دی.

خو د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست طارق‌شاه بهرامي د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې افغان کومانډو ځواکونه د تورې‌ بوړې د غره په لمن او لوړو څوکو کې ځای پر ځای شوي دي.

جنرال بهرامي وویل "اوس ستاسې امنیتي او دفاعي ځواکونه د تورې بوړې په لمنو کې بالفعل حضور لري او پر سیمې باندې بشپړ حاکمیت لري. نن دوه ساعته مخکې کوم ریپوټ چې ماته ورسید، زموږ کوماندویان د تورې بوړې په لوړو څوکو کې دیسانټ شول او هغه سیمې اوس زموږ د ملي اردو د کومانډو ځواکونو او د کورنیو چارو وزارت د خاصو قطعاتو په واک کې دي."

د ښاغلي بهرامي پر وینا، د ننګرهار په پچیراګام او چپرهار سیمو کې د افغان کومانډو ځواکونو د عملیاتو د دوام په نتیجه کې د سیمې د خلکو ملاتړ هم ترلاسه شوی دی.

جنرال بهرامي په افغانستان کې د داعش ډلې د وسله‌والو د کره شمیرې او له دغې ډلې څخه د ملاتړو په اړه وویل، چې په دې برخه کې معلومات نه لري.

خو د افغانستان د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي، چې د داعش ډله د پاکستان له ملاتړ څخه برخمنه ده.

د دغې جرګې غړي محمد نعیم لالي حمیدزي د هغو تورونو په ردولو سره، چې ګواکې په حکومت کې دننه ځینې کړۍ له داعش څخه ملاتړ کوي وویل "دا کوم داعش دي، چې ځینې وخت په حکومت کې پر ځینو افرادو او اشخاصو باندې او یا ځینې وخت پر سیاسیونو باندې تور لګول کیږي، چې ترې ملاتړ کوي، موږ دا بحث ولې داسې نه کوو، هغه مملکت چې دا څلویښت کاله مداخله لري، دا د هغوی داعش یا اورکزي نه دي؟ یا هغه خلک، عرب یا چیچین هرڅوک چې وو، د دې نوي حکومت په راتلو سره پاکستان ته فرار شول او هلته وروزل شول، دا هغه داعش دي، چې اوس یې پروژه د پاکستان له خوا پر مخ وړل کیږي."

ښاغلي حمیدزي ټینګار وکړ، چې په دې اړه باید حکومت او ولسي جرګه تصمیم ونیسي او د پاکستان په خلاف اسناد او مدارک د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وویل، اوس داعش داسې ځواک نه دی، چې د حکومت او د خلکو د اندیښنې لامل شي.

د ښاغلي بهرامي پر وینا، داعش ډله اوسمهال یواځې د ننګرهار ولایت په سرحدي سیمو کې فعالیت کوي او دغه راز، په زابل ولایت کې یې هم فعالیتونه محدود شوي دي.

د دفاع وزارت د سرپرست د معلوماتو له مخې، په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د فعالیتونو له پیل راهیسې، د افغان ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د دغې ډلې د مهمو مشرانو او قومندانانو په ګډون ۲۵۰۰ تنه داعش وسله وال وژل شوي او ۸۰۰ نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG