د لاس رسي وړ اتصالات

کوهلي تیرو شپږو کلونو کې په لومړي ځل توپ اچونه وکړه


د هند  د کرکټ نامتو لوبغاړی ویرات کوهلي
د هند  د کرکټ نامتو لوبغاړی ویرات کوهلي

د هند د کرکټ نامتو لوبغاړي ویرات کوهلي په تیرو شپږو کلونو کې په لومړي ځل په یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې توپ اچونه وکړه.

کوهلي د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷) د بنګله دیش په وړاندې د نړیوال جام په لوبه کې وروسته له هغه بالینګ وکړ چې هندی آل راونډر هارډیک پانډیا د یو اوور په جریان کې په پښه زخمي شو. کوهلي په درې توپونو یوازې دوه منډې ورکړې.

په دغه لوبه کې د بنګله دېش د ټپي شکیب الحسن پر ځای لوبډلمشر نجم الحسین شانتو پچه وګټله او د لومړۍ توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

له دې وړاندې کوهلي په ۲۰۱۷ کې د سریلانکا په وړاندې لوبه کې په دوو اورونو کې ۱۲ منډې ورکړې وې، خو کوم لوبغاړی یې نه و سوځولی. د سریلانکا په کلمبو کې په دغه لوبه کې کوهلي ۱۳۱ منډې کړې وې او لوبه د ۱۶۸ منډو په توپیر د هند په ګټه تمامه شوې وه.

کوهلي په درې توپونو یوازې دوه منډې ورکړې.
کوهلي په درې توپونو یوازې دوه منډې ورکړې.

د هند سره په نننۍ لوبې کې، د بنګله دیش اوپنرانو په لومړیو ۱۰ اورونو کې ۶۳ منډې وکړې.

پانډیا په نهم اوور کې د پښې د زخمي کېدو په وجه توپ اچونه ودروله. په میدان کې د اوږدې درملنې وروسته، نوموړي بیا د توپ وهنې هڅه وکړه، خو و یې نشو کړای او له میدان څخه بهر شو.

کوهلي د هغه اوور بشپړ کړ. په لوبغالي کې نندارچیانو د کوهلي د توپ اچونې نادره صحنه په چکچکو بدرګه کړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG