د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: امریکا دي د افغانستان د ملي حاکمیت احترام وکړي


افغان حکومت د بګرام د هغو ۸۸ بندیانو له جملې نه، چې امریکا خطرناکه بللي وو، ۶۵ کسان یې نن سهار خوشي کړل.

امریکا د دغو بندیانو د خوشي کېدو په اړه خواشیني ښکاره کړې ده، خو د افغانستان حکومت بیا وايي چې د افغانستان د قوانینو په اساس یې دغه بندیان خوشي کړي دي.

امریکا خبرداری ورکړی و چې د دغو بندیانو خوشي کول به امنیت ته جدي ګواښ پيښ کړي. د چارو د کارپوهانو په آند د افغانستان د حکومت په دغه کار سره د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکې به لا پسې خرابې شي.

ښاغلي کرزي په ترکیې کې د پاکستان افغانستان او ترکیې ترمنځ د درې اړخیزې غونډې پرمهال وویل چې د بګرام د زندان د بندیانو آزادېدل د افغانستان کورنۍ مسله ده او امریکا باید د افغانستان خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته احترام وکړي.

د افغانسان ددفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهر اعظیمی د د غو بندیانو خوشي کېدل تایید کړي دي. هغه زیاته کړه چې دغه بندیان به خپلو سیمو ته واستول شي. هغه داسي وویل:،، د هغو معلوماتو په اساس چې زمونږ د پوځي پولیسو قوماندانۍ راکړي، مونږ دا خبره تائیدوو چی نن سهار د بگرام له زندان څخه ٦٥ تنه بندیان خوشي شوي دي.

امریکا: د بندیانو آزادېدل د ۲۰۱۲ کال د موافقې سره په مغایرت کې دی

په کابل کې دا مریکا سفارت د افغانستان د حکومت دغه اقدام د تاسف وړ بللی دی. او ویلي یې دي چې د دغو بندیانو خوشي کول د ۲۰۱۲ کال د موافقې سره، چې د بندیانو په اړه شوې وه، په ټکر کې ده.

د امریکا سفارت په یوه خبرپانه کې ویلي دي چې د افغانستان حکومت د دغه فیصلې د پایلو مسولیت په غاړه لري.

د امریکا د پوځ یو چارواکي، چې د نوم د نه اخیستلو په شرط یې د رویټرز خبرې آژانس ته ویلي دي د امریکا حکومت د افغانستان حکومت ته د دغو بندیانو خلاف په سلګونو پاڼې اسناد او شواهد وړاندې کړي وو.

هغه دا خبره هم کړې ده چې د ځینو بندیانو د ګوټو نښان او نورو شواهدو څرګندوله چې دوي د سرک د غاړې د بمونو په جوړولو او ځای پرځای کولو کې لاس درلود.

خو عبدلشکور دادرس چې د بګرام د بندیانو د قضیو د څیړولو د بورډ مشر دی وايي چې د پيل نه په بند کې د دغو کسانو اچول غیرقانوني وو. که څه هم امریکا ورته د دغو کسانو په اړه معلومات ورکړي وو.
موږ داسې شواهد و نه موندل چې وښيي چې دغه ۶۵ کسان دي د افغانستان د قوانینو په اساس مجرمین وي.

هغه زیاته کړه چې د دغو ۶۵ بندیانو خوشي کول د افغانستان او امریکا په ګټه ده عبدالشکور دادرس داسي وویل ،،زه په دې عقیده یمه چې د دغو ۶۵ زندانیانو خوشي کیدل به د افغانستان د ملت په ګټه وي. دغه به د امریکا د ملت او د امریکا د حکومت په ګټه وي.،،

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند عبدالبصیر عزیزي وايي چې د افغانستان د جنايي قانون د ۳۹ مادې په اساس تصمیم نیولی چې دغه بندیان خوشي کړي. هغه دا خبره هم کوي چې د افغانستان د اساسي قانون په اساس، لویه څارنوالي د ټولو تحقیقاتو د کولو حق لري.

د لویې څارنوالۍ ویاند دا خبره هم کوي د قانون په اساس هغه کسان چې زموږ سره [په زندان] کې وه کوم جرم نه دی کړی او دا زموږ مسولیت دی چې خوشی یې کړو او لویه څارنوالۍ به په دې اړه د هیچ چا خبرو ته غوږ و نه نیسي.

خوشي شوي بندیان تیر کال افغان حکومت ته سپارل شوي وو.
اوس د هغو ۸۸ بندیانو نه چې امریکا خطرناکه بللي وو، ۲۳ تنه پاته دي چې سرنوشت یې بیا نه دی معلوم.

د بندیانو خوشي کول د افغانستان او امریکا تر منځ مناسبات لا پسي خراب کړي دي.
XS
SM
MD
LG