د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو د کابل د اعتراض‌کوونکو وروستۍ خیمه لرې کړه


د دغې خیمې د لرې کولو پر مهال د پولیس او اعتراض‌کوونکو ترمنځ د نښتې په نتیجه کې مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده
د دغې خیمې د لرې کولو پر مهال د پولیس او اعتراض‌کوونکو ترمنځ د نښتې په نتیجه کې مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده

تیره شپه د کابل ښار په زنبق څلور لارې کې د پولیسو له خوا د خیمې د لرې کولو پرمهال، د افغان امنیتي ځواکونو او اعتراض‌کوونکو ترمنځ اخ و ډب شوی، چې په نتیجه کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، چې د سې‌شنبې په ورځ یې په کابل کې د پناه‌غوښتنې نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله دا پیښه ټکان ورکوونکې وبلله او ویې ویل، چې د پیښې د څرنګوالي په اړه د پولیسو څیړنې لا تر اوسه پای ته نه دي رسیدلي.

ښاغلي عبدالله وویل "زموږ یو هیوادوال په 'شهادت' رسیدلی او شپږ نور ټپیان شوي دي، د جنايي تحقیقاتو او د عدلي طب نتایج تر اوسه نه دي راغلي، خو یو څه چې د افغانستان د خلکو لپاره د منلو نه دي، که چیرې په کوم ځای کې تیروتنه شوې وي، باید اعلان شي، که په کوم ځای کې غفلت شوی وي باید اعلان شي او که چیرې کوم قصد شوی وي نو باید ورسره قانوني چلند وشي."

د افغانستان اجرائيه رئيس له امنیتي بنسټونو څخه وغوښتل، چې له خلکو سره په خپل چلند کې قانون په پام کې ونیسي.

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ، کله چې کومه پیښه رامنځ ته کیږي، د خکو د اعتماد د ترلاسه کولو لپاره باید ټول جزئيات یې له خلکو سره شریک شي.

د اعتراض‌کوونکو یو مشر هارون معترف امریکا غږ ته وویل، تیره شپه شاوخوا یوه نیمه بجه پولیسو د زنبق په څلور لاره کې په خیمه کې دننه پر اعتراض‌کوونکو برید وکړ او د هغوی خیمه یې د سړک له مخې پورته کړه.

ښاغلي معترف وویل "کله چې امنیتي مسولین زموږ له مدني مخالفت سره مخ شول، نښته یې وکړه او یو شمیر یې تر وهلو او ډبولو لاندې ونیول، ډزې وشوې، یو کس یې په ډزو وویشت 'شهید' یې کړ او یو بل کس یې هم د هاموې ټانک تر ټیر لاندې کړ او ۲۷ نور ټپیان شول."

هغه زیاته کړه چې یو شمیر ټپيانو ژور ټپونه اخیستې دي.

د هارون معترف پر وینا له هغې وروسته پولیسو د اعتراض‌کوونکو یوولس کسه مشران هم له ځان سره بیولي او بندیان کړي یې دي.

د افغانستان له کورنیو چارو وزارت او د کابل له پولیسو سره له پرله پسې اړیکو وروسته، هغوی په دې برخه کې خبرې کولو ته حاضر نه شول.

اعتراض‌کوونکي وايي، د حکومت د دغه اقدام پر وړاندې د پریکړې د نیولو پر سر اوسمهال په خپلو کې پر سلا مشورو بوخت دي او له غرمې وروسته به په دې برخه کې خپل دریځ څرګند کړي.

XS
SM
MD
LG