د لاس رسي وړ اتصالات

جان کیسک د افغانستان په هکله


جان کیسک د نورو کاندیدانو پرتله ډیر لږ د افغانستان په اړه غږیدلی
جان کیسک د نورو کاندیدانو پرتله ډیر لږ د افغانستان په اړه غږیدلی

جان ریچارډ کیسک

د اوهایو والي جان کیسک د ١٩٥٢ کال د مۍ په ١٣ زېږېدلی او په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا د جمهوري ریاست په مقدماتي انتخاباتو کې، د جمهوري غوښتونکو ګوند، کاندید دی.

جان کیسک د جمهور رئیس اوباما له پریکړې سره موافق دی چې د افغانستان څخه د ځواکونو ویستل یې وځنډول.

جان کسیک په نیو همشیر کې د افغانستان نه د سرتیرو د ویستلو په اړه له خبریالانو سره د خبرو پر وخت د جمهور رئیس اوباما پریکړه "عاقلانه" وبلله او وې ویل "اوس چې حالات هلته خراب شوي، زما په باور دا معقول تصمیم دی چې وویل شي مونږ له هغه ځای نه په بیړه نه وځو او نه غواړو چې ټول هغه شیان چې د کلونو په ترڅ کې مو پرې پانګونه کړې له لاسه ورکړو."

ښاغلی کیسک خپلو سیالو کاندیدانو په پرتله ډیر لږ د افغانستان په اړه غږیدلی دی.

XS
SM
MD
LG