د لاس رسي وړ اتصالات

ناسا د کایناتو بېساري تصویرونه خپروي


د جېمز ویب تلیسکوپ
د جېمز ویب تلیسکوپ

د امریکا فضايي اداره (ناسا) د خپل نوي فضايي تلیسکوپ (جېمز ویب) په مرسته د اخیستل شویو انځورونو خپرولو ته چمتو ده. په پام کې ده چې دا بشپړ رنګه انځورونه سبا سه شنبه جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۱) خپاره شي. په دې کې به د کایناتو او سیارو د چورلېدو بې ساري پرمختللي انځورونه شامل وي.

دا تلیسکوپ چې په جوړولو یې ۱۰ میلیارد ډالره لګښت راغلی، د ۳۲ کلن (هبل) فضايي تلیسکوپ ځای نیسي.

د جیمز ویب تلیسکوپ د ۲۰۲۱ کال د دیسمبر په میاشت کې د سویلي امریکا څخه فضا ته وتوغول شو او د روان کال په جنوري میاشت کې بېرته راستون شو.

د ویب تلیسکوپ په مټ اخیستل شوی ۲۱ فوټه غټ عکس چې په سرو زرو پوښل شوی و، څو ورځې وروسته خپور شو.

د فزیک او ستورپوهنې پروفیسر ډیني ملیساویلجیویک وايي، دا عکسونه حیرانوونکي دي: "هغه څه چې موږ لیدلي یوازې د یو فلټر په کارولو سره د کیلیبریشن ډیټا عکسونه دي. دا عکسونه موږ اټکل کوو چې د متحرک رنګونو ښودلو لپاره ډېری فلټرونه او ډیری وسایل کاروي".

د مارچ په میاشت کې ناسا د ویب تلیسکوپ لخوا اخیستل شوی دا انځور په امتحاني ډول خپور کړ او په اړه یې رسمي ساینسي مشاهدې لا نه وې شوي.

ساینس پوهانو وویل چې دوی د وروستۍ ازموینې عکسونو حیران کړیدي.

د ناسا د ازمایښتي عکس د هغه ستوري په اړه و چې د انسان د سترګو د دید له اندازې سل ځله ضعیفه او ۲۰۰۰ نوري کاله لیرې دی. یو نوري کال نږدې ۶ ټریلیون میله کیږي

د ویب له خوا اخیستل شوی دا عکس روښانه دی او پکې د ښودل شویو څو میلیارد نوري کلونو لیرې کهکشانونو منظر په زړه پورې دی.

د ویب عملیاتي پروژې ساینسپوه، جین ریګبي وايي، هدف دا وو چې د اوسنیو موجودو تلیسکوپونو په پرتله، سل چنده ځواکمن تلیسکوپ جوړ شي: "د انجنیرۍ له لومړني معلوماتو نه چې موږ تر دې دمه لیدلي، موږ پوهیږو چې د ساینسي اړتیاو د پوره کولو لپاره په سمه لاره روان یو. هغه انجینري انځورونه چې موږ نن لیدلي د هغو انځورونو په څیر تیز او څرګند دي چې هبل یې اخیستلای شي مګر د رڼا د څپې په اوږدوالي کې دي چې د هبل لپاره په بشپړه توګه نه لیدل کیږي. نو دا په نه لیدونکي کایناتو خورا زیات تمرکز کوي".

تمه کیږي چې دا فضايي تلیسکوپ به د یوې یا دوو لسیزو لپاره ښه کار وکړي.

فضانوردانو تر پنځه ځله زیات په هبل تلیسکوپ عملیات ترسره کړي دي. لومړی عملیات، په ۱۹۹۳ کې، د تلیسکوپ خړه شوې عدسیه پاکه کړه.

ددغې پروژې ساینسپوه، کلاس پونټوپیډان وايي: "دا تلسکوپ واقعاً د وخت ماشین دی ځکه چې رڼا د کایناتو له لارې په محدود سرعت سره سفر کوي. موږ کاینات ګورو لکه څنګه چې هغه موجو دي. دا د وخت او خلا نه تیریږي، او موږ یې وروسته کشف کوو".

له همدې امله ناسا د اروپا او کاناډا فضايي ادارو سره په ګډه کار وکړ چې د ویب تلیسکوپ جوړ کړي. دا د کایناتو د لیدلو تر ټولو قوي وسیله ده چې انسانان یې تر دا مهاله په جوړولو توانېدلي دي.

XS
SM
MD
LG