د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل: د امریکا پوځي مرسته دښمنانو ته 'قوي پیغام' استوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د فبرورۍ په میاشت کې تل ابیب ته د سفر په ترڅ کې د اسرائیل له دفاعي چارواکو سره وکتل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د فبرورۍ په میاشت کې تل ابیب ته د سفر په ترڅ کې د اسرائیل له دفاعي چارواکو سره وکتل.

اسرائیل د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (غوايي پنځمه) وویل د امریکا په سنا کې له اسرائیل سره د ۱۳ میلیارد ډالرو پوځي مرستې تصویب کېدل د اسرائیل دښمنانو ته "قوي پیغام" استوي، په داسې حال کې چې په غزه کې له حماس سره جګړه روانه ده.

داسې وېره ښودل شوې چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو به د امریکا او ملګرو ملتونو د ادارو له مخالفت سره سره، د غزې جنوب رفح ښار ته د عملیاتو دپاره ځواکونه واستوي چیرې چې شاوخوا ۱.۵ میلیون د جګړې له کبله بې ځایه شويو فلسطینیانو د کډوالو په کمپونو کې پناه اخیستې ده.

اسرائیل د رفح ښار د حماس "وروستی" پناه ځای بللی، خو مرستندویو ډلو خبرداری ورکړی چې په دغه ښار کې پوځي عملیات به "پراخ ناورین" رامنځته کړي.

په غزه کې امنیتي سرچینو او د روغتون چارواکو د چهارشنبې په ورځ په رفح کې او ورڅېرمه د کډوالو پر یو کمپ د اسرائیل د بمباریو خبر ورکړ.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر، اسرائیل کاتز د چهارشنبې په ورځ، د امریکا په کانګرس کې د اوږدو بحثونو وروسته د اسرائیل سره د پوځي مرستې د تصویبولو پرېکړه وستایله.

کاتز په ایکس شبکه کې په یو پیغام کې لیکلي: "له اسرائیل سره د مرستې کڅوړه چې د امریکا د کانګرس دواړو جرګه ګیو تصویب کړه، زموږ د اتحاد واضح نښه ده او زموږ دښمنانو ته قوي پیغام استوي."

له اسرائیل سره د امریکا پوځي مرسته په داسې حال کې تصویب کیږي چې د حماس په خلاف په غزه کې د اسرائیل د جګړې د طریقې په اړه مخالفتونه په زیاتېدو دي. په روانه جګړه کې د غزې ډیره برخه په کنډوالو بدله شوې ده.

د امریکا په څو معتبرو پوهنتونونو کې له فلسطینیانو سره د پیوستون په مظاهرو کې، په سلګونو مظاهره کوونکي نیول شوي دي.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې په غزه کې اوبو، سرپناه او درملو ته محتاجو خلکو ته د بیړنیو مرستو رسولو په وړاندې لا تراوسه "ګڼ ممانعتونه" موجود دي.

خو صدراعظم نتنیاهو ټینګار کړی چې د مصر پولې ته څېرمه په رفح ښار کې به پوځي عملیات په لار اچوي.

د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د اسرائیل له پلان څخه خبر لرونکو مصري چارواکو له قوله لیکلي چې اسرائیل پتېیلې ده چې په راتلونکو دوو تر دریو اونیو کې د رفح ملکي اوسېدونکي ورڅېرمه خان یونس ښار ته ولېږدوي.

د "مکسار ټکنالوژۍ" په نوم څارونکې ادارې له خوا له هوا څخه په اخیستل شویو تصویرونو کې ښودل شوې چې په خان یونس کې د کډوالو دپاره د خیمو تازه کمپونه جوړ شوي دي.

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مځې، اسرائیل پلان لري د شپږو اونیو په ترڅ کې په تدریجي ډول رفح ته پوځونه ولیږي چیرې چې ګمان کیږي د حماس چارواکي پټ دي.

په غزه کې جګړه د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې د حماس د اورپکو له بې ساري برید وروسته پیل شوه چې د اسرائیلي چارواکو په خبره، شاوخوا ۱۱۷۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ یرغمل شول.

په غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په غزه کې د اسرائیل په پوځي عملیاتو کې تراوسه لږ تر لږه ۳۴ زره کسان وژل شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

اسرائیل ویلي چې د ۲۵۰ یرغمل شویو کسانو له جملې څخه شاوخوا ۱۲۹ یې په غزه کې ساتل کیږي او ښايي ۳۴ یې وژل شوي وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG