د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په افغانستان کې د کوکنارو کروندې ورانوي


افغانستان په نړۍ کې د تاریاکو تر ټولو ستر تولیدونکی دی
افغانستان په نړۍ کې د تاریاکو تر ټولو ستر تولیدونکی دی

په ننګرهار کې چارواکي د هغوی راپورونه په اړه بې خبري ښيي، چې د داعش جګړه مارانو په ځینو سیمو کې د کوکنارو فصلونه ختم کړي دي، خو دا مني، په هغوی سیمو کې چې دغه جګړه ماران فعاله دي، کوکنار کرل شوي.

مګر، د ننګرهار د ده بالا او اچین ولسوالیو ځینو ګروندکرو د امریکا غږ اشنا ته وویل، چې د داعش وسله والو د هغوی د کوکنار رسیدلی فصل ختم کړی او کروندګرو ته یې خبرداری ورکړی، چې بیا کوکنار ونه کري.

د اچین ولسوالۍ یو کروندګر، نواب، وايي چې په یوه جریبه ځمکه کې یې کوکنار کرلي وو، خو د داعش جګړه ماران کوکنار "ناروا" بولي او فصل یې ختموي.

نواب د امریکاغږ اشنا ته وویل "داعش جګړه مارانو د خپلو ناروانو کارونو په اړه چوپه خوله دي... د غنمو له فصل نه هم محروم شوم او کوکنار مې هم له لاسه ووتل.حکومت تراوسه هېڅ هم نه دي کړي."

ځینې نور خلک بیا وايي چې د داعش جګړه مارانو یو شمېر کروندګر د دې لپاره بنديان کړي هم وو، چې ولې یې کوکنار کرلي دي.

د اچین ولسوالۍ د وچ کوټ د سیمې اوسېدونکی، محمد نعیم وايي "هغوی وايي دا بوټی حرام دی. نور یې په راز نه پوهیږو. په ځینو کلیو کې خلکو کوکنار کرلي وو، چې ټول یې له منځه یوړل شول."

چارواکي څه وايي

د ده بالا او اچین ولسوالان او همدغه راز د ننګرهار د والي ویاند دا مني، چې د داعش تر کنترول لاندې په ځينو سیمو کې کوکنار کرل شوي، خو دا نه وايي، چې ایا د داعش جګړه مارانو د کوکنار کښتونه اړولي هم دي که څنګه؟

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي دا خبره هم وکړه، چې هغوی د کوکنار پر ضد د کمپاین او له ځينو سیمو نه د داعش جګړمارانو د ختمولو لپاره د لویو عملیاتو تابیا نیسي. دا خبرې داسې مهال کیږي، چې افغان حکومت د همدې اونۍ په سر کې په ننګرهار کې د کوکنارو د فصلونو د اړولو کمپاین پیل کړ.

په ننګرهار کې د نشه يي توکو ضد د مبارزې مشر محمد ادریس ساپي وویل په دوه دریو ورځو کې معلومه شي، چې څومره کوکنار اړولي شوي، خو وايي چې د داعش له لوري د کوکنارو د فصلونو د اړولو په اړه معلومات نلري.

د ډېرو په بارو، کمزوری اقتصاد او کروندګرو لپاره د کوکنارو د یو ښه بدیل نشتوالی د کوکنارو د کر اصلي علتونه دي. همدا اوس د ننګرهار په سرخرود او بهسودو ولسوالیو کې، چې د مرکز جلال په څو کیلو مېترۍ کې دي، په پراخه پیمان کوکنار کرل شوي دي.

د ننګرهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې اداره وايي، چې تېر کال په شاوخوا ۱۶ زره هکتاره ځمکې کې کوکنار کرل شوي وو.

XS
SM
MD
LG