د لاس رسي وړ اتصالات

داعش وایي د ایران په پارلمان او د خمیني په مقبره یې بریدونه کړي


د ایران پر پارلمان باندې برید له درې ساعته جگړې وروسته د بریدگرو په وژنه پای ته ورسید
د ایران پر پارلمان باندې برید له درې ساعته جگړې وروسته د بریدگرو په وژنه پای ته ورسید

د چهارشنبې په سهار وسله والو کسانو په تهران کې په دوو ځایونو حمله وکړه. داعش د بریدونو مسولیت منلی او د رپوټونو له مخې تر دې دمه د ١٢ تنو د وژل کیدو او د ۴٠ تنو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.

ایراني رسنیو د بریدگرو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو د داعش خبري رسنۍ اعماق ویلي دي چې دغه حملې د اسلامي دولت ډلې یا داعش کړې دي.

د ایران د نیمه رسمي خبري اژانس تسنیم وایي وسله والو د چهارشنبې په ورځ د ایت الله خمیني مقبرې ته په رسیدو ډزې پیل کړې او دوه تنه یې ټپیان کړل. د امنیتي قواو سره له نښتې وروسته یو بریدگر ځانمرگی برید وکړ او بله بریدگره چې ټپي شوې امنیتي قواو نیولې ده.

ددې برید سره جوخت څو تنه نور بریدگر د ایران پارلمان ته ننوتي او په ډزو او یرغمل نیونې یې لاس پورې کړی دی. د وروستیو خبرونو له مخې پر پارلمان باندې برید د درې ساعتو جگړې وروسته د څلورو بریدگرو په وژنه پای ته رسیدلی دی.

افغانستان پر ایران باندې د داعش بریدونه سخت غندلي دي او ارگ په یو ټویټري پیغام کې یو وار بیا د سخت دریځۍ او تروریزم پر وړاندې پر گډې مبارزې ټینگار کړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د ایران په پلازمینې تهران کې د چارشنبې د ورځې حملې غندلي او هغه یې "ترهگریز بریدونه" گڼلي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیتر ناورت ویلي چې د امریکا متحده ایالات د ایران د خلکو سره خپله همدردي څرگندوي او قربانیانو او د هغوی کورنیو ته تسلیت وایي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتریس هم د تهران تروریستي برید په کلکه غندلی دی او د عاملینو محاکمه یې غوښتې ده. ښاغلي گوتریس د ایران د حکومت او د قرباینانو له کورنیو سره خواخوږي څرگننده کړې ده.

پاکستان، روسیې، جرمني، سوریې او د نړۍ نورو مختلفو هیوادونو د تهران بریدونه په سختو الفاظو غندلي دي.

د ایران د روغتیا وزارت د ایرنا خبري اژانس ته ویلي دي چې یواځې په پارلمان کې لږ تر لږه ٣٥ کسان ټپیان شوي دي.

دا د داعش یا اسلامي دولت د ډلې له لورې د ایران په خاوره کې لومړنی برید دی. د داعش سني مذهبه ډله په عراق او سوریه کې د ایران د پلوي قواو سره په جگړه بوخت دی.

XS
SM
MD
LG