د لاس رسي وړ اتصالات

ایران هم د داعش د خطر سره مخ دی


داعش د ایران په پارلیمان حمله کړې
داعش د ایران په پارلیمان حمله کړې

ایران د تیرو څو کلونو راهیسې ادعاگانې کولی چې په هغه هیواد کې د داعش ډله ځالې نشې جوړولې ځکه چې حکومت یې مشکوک کسان نیسي. ایران به دا هم ویل چې د داعش د ډلې نه د خپل ملک د خوندې ساتلو لپاره یې د خپلو سرحدونو امنیت ښه ټینگ ساتلی دی.

خو پرون د چارشنبې په ورځ د داعش ډلې د ایران په پارلیمان او د ایت الله خمیني په زیارت حملې وکړی. په دغو حملو کې ١٢ تنه ووژل شول او په لسگونو نور زخمیان شول.

د چارو کار پوهان وایي چې د داعش د ډلې بریدونو د ایران هغه ادعاگانې غلطې ثابتې کړی چې ویل به یې په ملک کې یې د داعش ډله فعالیتونه نشي کولی.

د اسلامي دولت ډله ایران خپل دښمن گڼي او وايي چې ایران بیگناه سنیان وژني. کارپوهان وایي چې داسي ښکارې د اسلامي دولت ډله به په ایران کې د وحشت او ویرې خپرولو په خاطر داسې حملو ته دوام ورکړي.

عراقې شېعه ملېشې چې ایران یې ملاتړ کوي، په سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې په ضد جنگیږي او په ورستیو کې یې د اسلامي دولت ډله د موصل د سیمې نه شړلې ده.

ایران د سورېې په کورنۍ جگړې کې د بشار اسد د رژیم مهم ملاتړی دی. د ایران حکومت د سوریې ولسمشر بشاراسد ته د هغه د مخالفینو او د اسلامي دولت د ډلې په خلاف د جنگیدو په خاطر ملېشې او وسلې استوي.

په سوریې کې د ایران جنگي قواوې

په سوریې کې د ایران ١٠٠٠ عسکر موجود دي چې د بشار اسد د قواو سره یو ځای د هغه د مخالفو ډلو سره جنگیږي. په سوریې کې د حزب الله جنگیالي هم موجود دي چې ایران یې ملاتړ کوي.

ایران په سوریې کې د هغو شیعه ملیشو ملاتړ هم کوي چې د پاکستان، د جنوبي اسیا او د نورو د هیوادونو نه راغلې دي.

په واشنگټن کې د منځني ختیځ په څیړنیز انسټیټیوټ کې کارپوه ایلکس وټانکا وایي "ایران د اسلامي دولت د ډلې په ضد په سوریې او عراق کې په مستقېمه توگه جگړه کوي، نو دا د حیرانتیا خبره نه ده چې د اسلامي دولت ډله په ایران کې حملې کوي."

د ایران استخباراتې ادارو په پرله پسې توگه ویلې دي چې ملک یې د داعش د خطر نه خوندې دی او د داعش د ترهگرو د خطر د مخنیوې په خاطر یې پیاوړي اقدامات کړیدي.

د ایران د روحاني مشر استاځي حجت الاسلام تیره اونۍ وویل "مونږ د کربلا نه واخله د تهران پورې داسې امنیتي تدابیر نیولې دي چې د داعش د هر ډول حرکت نه مونږ خبریږو."

وټانکا وایي​ "ایراني چارواکو داعش دیته نه پریښودو چې په ایران حمله وکړي. خو د چارشنبې د ورځې د حملو نه دا څرگندیږي چې د ایران چارواکو چې کومې ادعاگانې کولی، هغه بېځایه وی."

د چارشنبې د ورځې حملې په دوو مهمو ځایونو وشوی. د اسلامي دولت ډلې ایران ته دا پیغام استول غوښته چې دوي په ایران کې هم فعالیتونه کولی شي.

د حملې ویډیو

د عماق (چې د داعش مطبوعاتي څانگه ده ) د فیس بک په پاڼې د ایران په پارلیمان د حملې ویډیو خپره شوه چې پکې ښودل شوې د داعش بریدگر په پارلیمان حمله او په مامورینو ډزې کوي.

په سډني کې په میکویرې پوهنتون کې استاد او د چارو کارپوه کریم پوحمازاوي د امریکا غږ ته وویل

"د اسلامي دولت ډله دا پیغام لیږل غواړي چې د هر ډول امنیتي تدابیرو نه وروسته هم هغوي کولی شي حمله وکړي او د ایران د استخباراتي ادارو ادعاگانې غلطې ثابتې کړي."

د مارچ په میاشت کې د اسلامي دولت ډلې یوه ویډیو خپره کړه چې یې پکې ایران ته گواښ کړی و چې دغه ملک به ډیر زر قبضه کړي.

ځینې کارپوهان په دی باور دي چې داسې امکانات نشته چې د اسلامي دولت ډله په ایران کې خپلې ځالې جوړې کړی او قوي شي.

عماد ابشیناسان چې په تهران کې د سختدریځۍ کارپوه دی، د امریکا غږ ته وویل

"د اسلامي دولت ډلې مدام په نورو ملکو حملې کړیدي او په هغه ملکونو کې یې دننه د خپلو پلویانو نه استفاده کړیده. د اسلامي دولت ډله په ایران کې پلویان نلري. او په ایران کې چې کوم سنیان دي هغوي هم د اسلامي دولت د ډلې مخالفه دي. "

خو د چارو کارپوهان وایي چې په داسې حال کې چې ایران د یمن، سوریې او عراق په جگړو کې ځان ور داخل کړیدی نو دا د ایران د پاره مشکله ده چې ځان د داسې ډول حملو نه خوندي وساتي

XS
SM
MD
LG