د لاس رسي وړ اتصالات

تېرکال جنګونو او طبعي پېښو هره ثانیه کې یو کس بې کوره کړی


د کډوالو نړیوالې ادارې وايي که داخلي بې ځایه شویو سره مرسته ونشي، د کډوالو ستونزه نوره هم غټیږي
د کډوالو نړیوالې ادارې وايي که داخلي بې ځایه شویو سره مرسته ونشي، د کډوالو ستونزه نوره هم غټیږي

د ناروې د کډوالو د شورا د داخلي بي ځایه شویو د څار څانګه وايي چې په ۲۰۱۶ کال کې جنګونو او طبعي پېښو په نړۍ کې ۳۱ میلیونه خلک بې ځایه کړي دي.

دا څانګه وايي دا خلک په خپلو هېوادونو کې دننه بې ځایه شوي او نورو هېوادونو ته کډوال او مهاجر شوي نه دي.

په دغو کسانو کې ۶،۹ میلیونو په خپلو سیمو کې د جنګ جګړو له کبله خپل کورونه او سیمې پرېښې او نورو خوندي ځایونو ته تښتېدلي دي، په دوی کې یې ډېر په افریقا کې وو. همدغه راز طبعي پېښو لکه بارانونو، سیلابونو او وچکالیو ۲۴ میلیونه نور خلک په خپلو هېوادونو کې بې کوره او بې ځایه کړي دي.

د ناروې د کډوالو د شورا د داخلي بي ځایه شویو د څانګې مشر جان اګلنډ وايي " په ۲۰۱۶ کال په هره ثانیه کې یو کس خپل کور پرېښی او تښتېدلی دی. خپلو سیمو ته د داخلي بې ځایه شویو خلکو بېرته ستنول مهم دي".

نوموړي وویل نورو هېوادونو ته د ورغلیو او ورتلونکو مهاجرو سره د داخلي بې ځایه شویو لوی توپیر دا دی چې له دوی سره خپل حکومتونه هم مرسته نه کوي او د کډوالۍ له نورو امتیازاتو او حقوقو هم برخمن نه دي.

د دغې ادارې یو بل چارواکي الګساندرا بېلک وویل " سره له دې چې داخلي بې ځایه کېدل د نورو ستونزو پیل بلل کیږي، خو په نورو هېوادونو کې د کډوالو او مهاجرینو شمېر او ستونزو ته په کتو داخلي بې ځایه شویو ته د نړیوالو پام نشته".

ښاغلي بېلک وویل که نړیوال د دغې ستونزې مخه ونه نیسي د کډوالو شمېر به نور هم زیات شي. هغه وایي" موږ باید په دې پوه شو که له بې ځایه شویو سره مناسبه مرسته ونشي او هغوی مصون نشي، د نن داخلي بې ځایه شوی به سبا په بل هېواد کې مهاجر، پناه غوښتونکی او نړیوال کډوال وي".

د ناروې د کډوالو اداره وايی چې تېرکال نورو هېوادونو کې د کډوالو په مېشتولو او هغوی ته د ژوند د نورو اسانتیاو په برابرولو ډېر مصرف وشو او داخلي بې ځایه شویو ته چا ډېر پام ونکړ.

دغې ادارې په دې اړه ډېر جزییات ورنکړل چې دا بې ځایه شوي تر ډېره په کومو هېوادونو کې دي، مګر د افغان چارواکو په وینا جنګونو او طبعي پېښو په افغانستان کې شاوخوا یو میلیونه خلک بې ځایه او بې کوره کړي دي.

XS
SM
MD
LG