د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کې ولسي خلکو د طالبانو په ضد 'وسله اخیستې'


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په بغلان کې چارواکي وايي‌ د تېرو څو ورځو جګړو او د افغان ځواکونو د ځينو پوستو له سقوط کېدو وروسته سلګونو عامو خلکو وسله اخیستې او وايي چې د دولت په ملاتړ به له طالبانو سره په جګړه کې برخه واخلي.

په بغلان کې د وروستیو جګړو په نتیجه کې د زاړه بغلان بازار او د بورکې ولسوالي د طالبانو په لاس سقوط شول، چې په نتیجه کې یې د نهرین، اندراب، خنجان، خوست و فرینګ سیمو اوسیدونکو وسله اخیستې د پلخمري ښار کې ځای پر ځای شوي دي.

وسله وال شوي خلک وايي چې طالبان باید جګړه کمه کړي، د سولې او خبرو له لارې ستونزو ته د حل لارې ولټوي. وايي که طالبان جګړې ته دوام ورکوي دوی د خپل دولت په ملاتړ هر ډول قربانۍ ته اماده دي.

یو ولسي مسلح شوي کس وویل: «مخکې له دې که طالبان کوم تصمیم ولري دوی د ولسي‌ پاڅون وسله والو د پلخمري شاوخوا درې امنیتي پوستې جوړې کړي دي، په مقابل کې یې دریږي او د خپل حکومت او خلکو څخه دفاع کوو.»

د ولسي پاڅون کوونکو دغه ډله د ملي‌ امنیت په چوکاټ کې تنظیم شوي او د ضرورت په وخت کې به ترې استفاده کیږي.

د بغلان مرستیال والي‌ ذبیح الله احساس وايي چې یو شمېر خلک چې د ملي‌ امنیت په چوکاټ کې تنظیم شوي دي، د وروستیو ناامنیو په نتیجه کې یې د مخالفینو پر وړاندې وسله اخیستې او د ضرورت په وخت کې به ترې ګټه واخیستل شي.

د بغلان یو شمېر اوسېدونکي وايي‌ چې زاړه ښار کې اوس هم طالبان حاکم دي او افغان قواوې د شپې له خوا پر مخالفینو بمبار کوي.

د بغلان پولیس وايي چې طالبانو ته یې په جګړه کې درنه مرګ ژوبله اړولې او د سیمې د بیرته ترلاسه کولو لپاره له کابل او مزارشریف څخه ځانګړې قواوې رسیدلي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG