د لاس رسي وړ اتصالات

ساینس پوهانو د قلبي ناروغانو لپاره یوه نوې اله جوړه کړې


ساینس پوهانو د زړه د ناروغانو د زړه د ضربان د جاري ساتلو لپاره یوه نوې اله جوړکړې ده چې د یوه ناروغ د زړه ضربان د ١۴ کلونو پورې پرخپل حال ساتي.

دا کوچنی پیسمیکر چې ٢۴ میليمتره اوږد او د "ون ټائپ ډې میکرا" په نامه یې ډاکتران پېژني، مستقیماً د ناروغ په زړه کې ایښوول کیږي. له دې نه همدا اوس د نړۍ په څلوښتو هیوادونو کې د ١٥٠٠٠ ناروغانو د ژوندي ساتلو لپاره کار اخیستل کیږي.

د امریکې د اوهایو ایالت د ویکسنر میډیکل سنټر ډاکتر رالف اگوسټیني وایي چې دا نوې کوچنۍ اله ناروغان له هر قسم ساري ناروغۍ نه خوندي ساتي، ځکه چې الکټروډونه یې په یوې قطعۍ کې خوندي ساتل کیږي او د لیډ یا سربو نه استفاده په کې ضروري نه وي. همداشان د ناروغ سینه هم نه سورۍ کیږي او کوم کامپلیکیشنونه چې د سربو په وجه رامنځ ته کیدل، د هغوی چانس هم کمیږي.

ډاکتر اگوسټیني وویل چې دا نوې اله په ٢٠١۴ میلادي کال کې په امتحاني توگه د "تریجو" په نوم پر یوې ناروغې باندې په برېالیتوب وازمایل شوه او د امریکا د فډرالي حکومت د درملو د منظورۍ ادارې یا FDA ایف ډي اې، په ٢٠١٦ میلادي کال کې په رسمي توگه منظوره کړه.

ددې الې بیطري ١۴کاله چلیږي او ډاکټران کولی شي چې یوه بله اضافي بیټري هم په کې ولگوي او د ضرورت په وخت کې یې فعاله کړي.

میکرا د ناروغ د زړه ضربان په نورمال حالت کې ساتي او ژوند یې له ناڅاپي کامپلیکیشنونونه خوندي کوي.

خو دا کوچنۍ اله د ټولو ناروغانو لپاره یو شان گټوره نه ده. هرڅومره چې ټکنالوژي پرمختگ کوي شاید چې لا زیات ناروغان ددې پروسیجر نه گټه واخلي.

ډاکتران وایي چې د کلونو کلونو پرله پسې ناروغۍ باوجود د "تریجو" په نوم امریکایي میرمن چې دا کوچنې پیسمیکر یې لگولی په ارامه ژوند کوي او له کومې غټې ستونزې سره نه ده مخامخ شوې.

ددې نوي پېس میکر په برکت په نړیواله کچه د زړه د ناروغۍ په علاج کې یو ستر بدلون رامنځ ته شوی او د هغو ناروغانو د ژوندي پاته کیدو هیله زیاته شوې چې د زړه په سخت رنځ اخته دي.

دا نوې اله د مروجو پیسمیکرانو په مقایسه لس چنده کوچنۍ ده خو گټه یې تر ټولو زېاته ده. زېاتره پیسمیکرونه په بټریو باندی چلیږي او په جوړولو کې یې لیډ یا سرب نه استفاده کیږي چې د یوه ناروغ د بدن د اوږې سره نږدې د پوستکي لاندې ځای پرځای کیږي. له همدې امله ډیر ناروغان چې دا ډول پیسمیکورنه استعمالوي د زړه جراحۍ نه وروسته په ساري ناروغیو باندی هم اخته کیږي.

XS
SM
MD
LG