د لاس رسي وړ اتصالات

ویکیلیکس: سعودي له حقاني ډلې سره اړیکي پالي


د ویکیلیکس په خپرو شویو اسنادو ویل شوي چې په اسلام اباد کې د سعودي سفارت د حقاني شبکې سره لا هم اړیکې پالي
د ویکیلیکس په خپرو شویو اسنادو ویل شوي چې په اسلام اباد کې د سعودي سفارت د حقاني شبکې سره لا هم اړیکې پالي

سعودي ته منسوب یو شمېر نوي افشا شوي محرم ډیپلوماتیک اسناد ښيي چې په اسلام اباد کې د دغه هېواد سفارت لا هم له حقاني شبکې سره تماس لري او سعودي ته یې د درملنې لپاره د دغې ترهګرې ډلې د مشر د استولو پر سفر هم خبرې کړی وې.

د ویکيلیکس په تازه خپرو شویو اسنادو کې د سعودي د چارواکو او د حقاني شبکې ترمنځ له اړیکو پرده پورته شوې ده، چې د دواړو خواوو دغې اوږدې اړیکې په افغانستان کې د سي آی اي له ملاتړ څخه د برخمنو مجاهدینو دورې ته رسیږي.

سعودي وار دمخه د ویکيلیکس له لوري د پټو اسنادو د خپرولو له کبله اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې بربنډ کړل شوي اسناد به له نورو هیوادونو سره د ریاض اړیکې ورانې نکړي.

د حقاني او سعودي اړیکې

د پاکستان ډان ورځپاڼې د ویکيلیکس د افشا شویو اسنادو په اساس لیکلي چې په

۲۰۱۲ کال کې په اسلام اباد کې د سعودي پخواني سفیر عبدالعزیز ابراهیم صالح الغدیر او د جلال الدین حقانې د زوی نصر الدین حقاني څو ځلي سره ولیدل.

د لیدوکاتو دقیق ځای ښودل شوی نه دی، خو د سعودي سفیر معمولا یا په سفارت او یا هم په خپل استوګنځای کې چې کلک امنیتي تدابېر یې نیول شوي او د پاکستان د استخباراتو تر کلک څار لاندې وو، له نورو سره لیدل.

په یوه غونډه کې نصر الدین، د سعودي پاچا عبدالله بن عبدالعزیز ته د خپل پلار هغه غوښتنه رسولې چې وايي د سعودي په یو روغتون کې دې یې درملنه وشي.

د ویکيلیکس اسناد وايي چې د سعودي د سفیر او ښاغلي حقاني ترمنځ دویمه غونډه د ۲۰۱۲ د فبرورۍ په ۲۵ نېټه شوې ده چې حقاني په کې د خپل پلار د رنځ په اړه سفیر ته معلومات ورکړي، خو دقیقه ناروغي یې نه ده ښودل شوې.

د اسنادو له مخې جلال الدین حقاني هغه مهال په شمالي وزیرستان کې اوسېده.

څرګنده تګلاره

په همدې حال کې د سیاسي او پوځي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د سعودي او افغان جنګي ډلو ترمنځ روابط کومه نوې خبر نه ده.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې خبریال او د سیاسي چارو شننونکی مشتاق یوسفزی وايي چې سعودي تل د خپلو ملي ګټو لپاره له افغان جنګي ډلو سره مرستې کړي او لا یې هم کوي.

ښاغلي یوسفزي وویل "سعودي په افغان جنګ کې خپلې ګټې لري او له جنګي ډلو سره مرستې هم کوي. سعودي له دغو ډلو سره پخوانۍ اړیکې لري ، وړاندې هم داسې معلومات راغلي و چې د طالبانو مشران سعودي او عرب ملکو ته تللي دي، سعودي مخکې هم ددغو جنګي ډلو حمایت کړی او اوس یې هم کوي. له حقاني ډلې سره د سعودي مرسته کومه نوې خبره نه ده."

خو، د پاکستان د پوځ یو پخوانی منصبدرا سعید نظیر بیا وايي چې په پاکستان کې د دغو جنګي ډلو ټپلو او نورو بهرنیو هېوادونو د سفارتونو ترمنځ راشه درشه او اړیکې د پاکستان له خوښې پرته ناشوني دي.

دی وايي"په یو داسې جنګ چې مختلفې ډلې په کې شاملې وې نو مختلف هېوادونه یې تر شا وي. خو که داسې شوی وي، نو په دغه کار کې د پاکستان خوښه به هم شامله وي. کېدی شي د علاج په بهانه تللي وي او هلته یې د سولې او دنورو موضوعګانو په اړه یې خبرې کړې وې "

حقاني په تور لست کې

د حقاني شبکې مشر جلال الدین حقاني د ۲۰۰۱ د جنورۍ راهیسې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لست کې شامل دی، چې له مخې یې نه کوم نړیوال سفر کولی نشي او نه هم ورسره څوک مالي مرسته کولی شي.

دغه محرم اسناد ښيی چې جلال الدین حقاني د روسانو پر مهال د جهاد له وخته د سعودي رسمي پاسپورټ درلود.

افغانستان تل پر پاکستان تور لګولی چې له حقاني شبکې او وسله والو طالبانو سره مرستې کوي، خو پاکستان دا تورونه نه مني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات په وروستي راپور کې هم ویل شوي چې د حقاني شبکه په پاکستان کې پناه ځایونه لري.

د حقاني شبکې په افغانستان کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو د ډېرو خونړیو بریدونو مسوله بلل کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG