د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: روسیه حق لري له طالبانو سره اړیکې ولري


د کرزي په باور وسله وال طالبان د افغانستان پر پنځوس فیصده خاوره نفوذ لري
د کرزي په باور وسله وال طالبان د افغانستان پر پنځوس فیصده خاوره نفوذ لري

د افغانستان پخواني جمهور رئیس، حامد کرزي له طالبانو سره د روسیې له اړیکو نه ملاتړ وکړ.

کرزي چې د امریکا غږ له آشنا ټلویزیون سره په یوې ځانګړې مرکې کې خبرې کولې، طالبان "یو حقیقت" وباله او ټینګار یې وکړ چې روسیه "حق" لرې دې ډلې سره اړیکې ولري.

د کرزي په باور وسله وال طالبان د افغانستان پر پنځوس فیصده خاوره نفوذ لري او نړیوال قدرتونه لدې امله مجبوره دي له طالبانو سره اړیکې وساتي.

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې څه موده وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان، جنرال جان نیکلسن ویلي وو چې افغان حکومت د هېواد پر ۶۵٪ خاورې حاکمیت لري.

د نیکلسن په وینا د افغانستان په ۳۵٪ خاورې کې ناارامي ده او د حکومت نفوذ او حاکمیت په کې کمزوری او یا نشته.

حامد کرزي ویلي چې د امریکا په شمول، برېټانیا، المان او ناروي هېوادونه هم له طالبانو سره په تماس کې دي.

امریکايي مقاماتو د طالبانو او روسیې ترمنځ د اړیکو له امله نارضایتې ښودلې او روسیه یې تورنه کړې چې طالبانو ته مشروعیت ورکوي. امریکايي پوځیانو ویلي چې مسکو د طالبانو لپاره نظامي تجهیزات برابروي.

روسیه بیا له طالبانو سره د اړیکو لرل مني خو دغې ډلې ته د پوځي امکاناتو برابرول "بې اساس" تور بولي.

XS
SM
MD
LG