د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي شورا په پرانیسته غونډه کې پر ټاکنو د ولسمشر غني ټینګار


ولسمشر غني ملي شورا ته په خپله وینا کې د خلکو استازو ته په ټاکنو کې د نه لاس وهنې ډاډ ورکړ.
ولسمشر غني ملي شورا ته په خپله وینا کې د خلکو استازو ته په ټاکنو کې د نه لاس وهنې ډاډ ورکړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان دملي شورا د شپاړسمې دورې د اووم تقنیني کال د پرانیستې غونډې ته په ټینګار وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د ولسي جرګې د ټاکنو په څېر ونه ځنډیږي او پر خپل وخت به ترسره شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د افغانستان د ملي شورا د شپاړسمې دورې د اووم تقنیني کال پېل په خپله وینا چې په کې د افغانستان د مسایلو تر څنګ د دغه هېواد او امریکا تر منځ د اړیکیو په سر مسئلو ته ځای ورکړل شوی و پرانیست.

د ولسمشر غني له خوا د ملي شورا د پرانیستې غونډې د وینا پر وخت د دغې شورا د ودانۍ شاوخوا ته سخت امنیتي تدابیر نیول شوي و او حتی هغه دولتي موسسې او ادارې چې د دارالامان د سړک په اوږدو کې دفترونه لرل، هم رخصت شوي وو.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني غونډې ته وویل چې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره ملي اجماع او هم د ملي وحدت حکومت ټینګه سیاسي اراده وجود لري او په دې لار کې شته خنډونه له منځه لرې شوي دي.

ولسمشرغني وویل چې د ټاکنو لپاره حقوقي زمینه هم برابره شوې ده، ښاغلي غني وویل چې لازمه ده داسې ټاکنې ولرو چې په پوره شفافیت او د عادلانه، مساویانه او منصفانه سیالۍ په فضا کې د ټولو نوماندانو تر منځ ترسره شي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې ټاکنې باید د ټولو دولتي مسئولینو له لاسوهنې پرته ترسره شي : " په ټاکنو کې باید د ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، والیانو او ټولو دولتي چارواکو او د نورو اړوندو اړخونو د لاسوهنې مخه په ټینګه او قاطعیت سره ونیول شي، چې پر دې بهیر زموږ د خلکو باور بیا ژوندی شي".

د ملي شورا د پرانیستې په غونډه کې د دې شورا د غړیو تر څنګ پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، د کابینې وزیرانو، د بهرنیو هیوادونو سفیرانو او نورو دولتي چارواکو هم ګډون کړی و.

ښاغلي غني غونډې ته وویل: " له همدې ځایه، د ملت په کور کې اعلان کوم، چې نه خپله په دې پروسه کې د لاسوهنې اراده لرم او نه بل چا ته اجازه ورکوم چې په دې ملي پروسه کې لاسوهنه وکړي".

ښاغلي غني همدارنګه وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنې به پر خپل قانوني وخت ترسره شي او نه پرېږدم چې د پارلماني ټاکنو غوندې له ځنډ سره مخ شي.

ښاغلي له افغانستان سره د نړیوالو مرسته په اړه وویل چې د وارسا په کانفرانس کې نړیوالو ژمنه وکړه چې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به تر راتلونکې اوږدې مودې مرستو ته دوام ورکوي، او همدارنګه د بروکسل په کنفرانس کې د میلیارډونو ډالرو مرسته ژمنه شوې ده.

ښاغلي غني دا هم وویل چې د امریکا نوې ادارې هم په قوي اواز اعلان کړی چې خپلو مرستو ته به دوام ورکوي.

ښاغلي غني وویل چې په افغانستان کې دا مهال شل تروریستي ډلې فعالیت کوي او دوی ټولو ته طالبانو زمینه برابره کړې ده.

افغان ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړهغه وسله وال مخالفین چې د سولې اراده لري، کولای شي د سولې له پروسې سره یو ځای شي او هغوی چې سوله نه کوي د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو له جدي برخورد سره به مخ شي.

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس عبدالرف ابراهیمي د غونډې په پېل کې وویل چې یو ځل بیا د ملي شورا د غړیو په استازیتوب له حکومت څخه غواړم چې پارلماني ټاکنې داسې ترسره کړي چې سرتاسري، عادلانه او د ملت د باور وړ وي.

د افغانستان د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې تقنیني کال وړم کال، بشپړ شوی دی، خو په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو ترسره کېدو کې د ځنډ له امله ولسمشر غني د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې کاري موده د ټاکنو تر وخته غځولې ده.

د اساسي قانون د ۸۳ مې مادې له مخې د ولسي جرګې د کار دوره د پنځم کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه د ټاکنو د نتایجو له اعلان څخه وروسته پای ته رسیږي او نوې شورا په کار پېل کوي.

د خپلې قانوني مودې څخه د دوه نورو کلونو لپاره د ولسي جرګې د غړو د کار دوام د دغې جرګې مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راوستی، ځینې افغان حقوقپوهان دا ګڼي چې د ولسي جرګې د کار دوام قانوني نه دی.

XS
SM
MD
LG