د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسې پر داعش هوايي بمباري کړې ده


د فرانسې د ولسمشر دفتر نن د جمعې په ورځ په یوې بیانیې کې ویلي دي چې جټ الوتکو یې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر لوژستیکي ډيپو باندې هوايي بمباري کړې ده او په بشپړه توګه یې ویجاړ کړی دی.

فرانسې د بمباري شوې سیمې دقیق موقعیت نه دی په ډاګه کړی خو دومره یې ویلي یې دي چې په راتلونکو ورځو کې به هم د داعش د ډلې پرضد هوايي عملیات ترسره کړي.

ولسمشرفرانسوا هولانډ پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې هېواد یې آماده دی چې د عراق په غوښتنه په دې هېواد کې د داعش د ډلې پرضد هوايي عملیات ترسره کړي خو لومړۍ باید کشفي عملیات ترسره کړي چې د دښمن اهداف په ډاګه کړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د فرانسې اعلان چې پر داعش یې هوايي بمباري کړې ده، وستایه او ویې ویل چې ،،فرانسه د ترهګرۍ پرضد زمونږ په هلو ځلو کې یو پیاوړی ملګری هېواد دی.،،

اوباما: فرانسه مو یو پیاوړی ملګری هېواد دی

ښاغلي اوباما دغه راز پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ۴۰ څخه زیات هېوادونه چې په کښي د عرب ملکونه هم شامل دي، موافقه یې کړې ده چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې پرضد به چې د عراق او سوریې ځیني برخې یې تسخیر کړي دي، د نړیوال ایتلاف ملګرتیا وکړي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا متحده ایالاتو تراوسه پوري په عراق کې د داعش ډلې پرضد ۱۷۰ بمبارۍ کړي دي. امریکا وايي چې آماده ده چې په سوریې کې هم د ضرورت په صورت کې د داعش پرضد هوايي عملیات ترسره کړي.

پرون د پنجشنبې په ورځ د امریکا سنا ۷۸ د ۲۲ رایو په مقابل کې هغه لایحه تصویب کړه چې په ترڅ کې به یې امریکا وشي کړای چې د سوریې یاغیان وروزي او تجهیر یې کړي چې د داعش پرضد مبارزه وکړي. د امریکا د استاځو مجلس هم یاده شوې لایحه د روانې اونۍ د چارشنبې په ورځ تصویب کړه.

ښاغلي اوباما وویل چې د داعش پرضد د امریکا د کانګرس ملاتړ دا ښيي چې امریکایان د داعش سره په مبارزه کې ټول یو لاس دي.

XS
SM
MD
LG