د لاس رسي وړ اتصالات

د لوګر استناف د محکمې رئيس پرموتړ چاودنه شوې


په تیرو څو میاشتو کې په لوګر کې دا لومړنۍ چاودنه ده چې به کې د قضایي ادارو چارواکي په نښه شوي
په تیرو څو میاشتو کې په لوګر کې دا لومړنۍ چاودنه ده چې به کې د قضایي ادارو چارواکي په نښه شوي

چارواکي وايي،لوګر ولايت کې چاودنې یو تن وژلی او د دغه ولایت د استناف محکمې د رئيس په ګډون یې څلور قاضیان ټپیان کړي دي.

د لوګر ولایت د والي ویاند وایي چې په دغه برید کې د یوماشوم په ګډون څلور ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

د لوګر ولایتي چارواکي وایي د دغه ولایت د استناف محکمې د رئيس پرموټر بمي چاودنه شوې، يو تن يې وژلی او د رئيس په ګډون یې پنځه تنه ټپيان کړي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح امريکاغږ ته وويل، چاودنه نن سهار نهه بجې د پل علم په ښار کې د کابل بانک څانګې ته نږدې شوې، چې هدف يې د استناف څارنوالۍ رئيس قاضي حقيق الرحمن و.

سليم صالح وويل، په دې پېښه کې د استناف د رئيس ساتونکی وژل شوی، خو په خپله قاضي حقيق الرحمن، د ښاري محکمې رئيس قاضي عبدالباسط، دوه نور قاضيان او د يوماشوم په ګډون څلور عام وګړي ټپيان شوي دي.

سليم صالح زياته کړه، چې ماين د سړک پرغاړه په يوه بايسيکل کې ځای پرځای شوی و او داسې مهال چاودلی، چې د استناف څارنوالۍ رئيس او له هغه سره په موټر کې سپاره نور قاضيان د دفتر په لور روان وو.

په همدې حال کې د لوګر د ولايتي شورا غړي محب الله صالح امريکاغږ ته وويل،چې د چاودنې ټول ټپيان کابل ته انتقال شوي او تر ډېره بريده يې روغتيايي وضعيت ښه ښودل شوی دی.

تر اوسه ددې بمي بريد مسووليت چا پرغاړه ندی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه خبريالانو ته څه ويلي دي.

XS
SM
MD
LG