د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، جاپان او فلیپین په لومړي ځل د دفاعي اړیکو پیاوړتیا د پاره سرمشریزه جوړوي


د امریکا، جاپان او فلیپین ګډ پوځي تمرینات
د امریکا، جاپان او فلیپین ګډ پوځي تمرینات

د جاپان او فلیپین مشران له متحده ایالاتو سره د دفاعي اړیکو د پیاوړتیا دپاره په یوه درې اړخیزه سرمشریزه کې د ګډون دپاره دا اونۍ واشنګټن ته راځي.

د خپل ډول په لومړنۍ دې سرمشریزه کې د چین جنوبي سمندر کې د استرالیا په ګډون ددغو هېوادونو ترمنځ ګډ څلوراړخیز پوځي تمرینات ترټولو مهمه موضوع بلل شوې چې د چین قهر یې پارولی دی.

تمه کیږي چې د متحده ایالاتو او په زیاتیدونکي ډول پر ځان باوري جاپان تر منځ د ګډ‎ې پوځي قوماندې په جوړښت کې د اصلاحاتو ترڅنګ د واشنګټن او مانیلا ترمنځ په هغو ساحلي سیمو کې د ګډو ګزمو پلان اعلان شي چې چین او فلیپین یې د ملکیت پر سر دعوه لري.

د خبرو په اجنډا کې د کمپیوټري چیپونو او نادرو فلزاتو په څېر حیاتي موادو ته د لاسرسي خوندي کول او د شمالي کوریا سره زیاتیدونکی کړکیچ هم شامل دي.

سپینې ماڼۍ وویل، خبرې اترې به "د دوستۍ د ژورو تاریخي، پیاوړې او مخ پر ودې اقتصادي اړیکو پر بنسټ ولاړې درې اړخیزې ملګرتیا د یو ازاد او پرانیستې هند - ارام سمندر لپاره ګډ لیدلوري ته وده ورکړي."

د امریکا، جاپان او فلیپین د ساحلي ځواکونو قومندانان د ۲۰۲۳ د جون میاشتې ګډو پوځي تمریناتو ته د تیاري په درشل کې
د امریکا، جاپان او فلیپین د ساحلي ځواکونو قومندانان د ۲۰۲۳ د جون میاشتې ګډو پوځي تمریناتو ته د تیاري په درشل کې

د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا د دوشنبې په ورځ اپریل ۸ (وري ۲۰) له توکیو څخه د واشنګټن په لور د سفر له پیل کولو وړاندې وویل چې د جاپان او متحده ایالاتو اړیکې "له بل هر وخت څخه ډیرې ژورې شوي دي" او دا چې د هغه سفر به "نړۍ ته دا پیغام ورسوي."

په عین وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې چین "د ځانګړو کوچنیو حلقو د یوځای کولو او په سیمه کې د مختلفو ډلو ترمنځ د ټکر رامنځته کېدو مخالف دی."

سپینه ماڼۍ کې ځانګړي مراسم

په ۲۰۱۵ کې واشنګټن ته د جاپان د پخواني صدراعظم شینزو ابې د سفر وروسته، کیشیدا لومړنی صدراعظم د هغه هېواد لومړنی صدراعظم دی چې په سپینې ماڼۍ کې به ورته د چهارشنبې په ورځ په ځانګړو مراسمو کې ښه راغلاست وویل شي.

ټاکل شوې ده چې ۶۶ کلن کیشیدا به د پنجشنبې په ورځ د کانګرس دواړو مجلسونو ته وینا وکړي او روپسې به د فیلیپین د ولسمشر فرډینند مارکوس او د امریکا د ولسمشر جو بایډن سره په درې اړخیزه سرمشریزه کې برخه واخلي.

د فلیپین ۶۶ ولسمشر ددغه هېواد د پخواني چین پلوه ولسمشر روډریګو دوترتې په پرتله واشنګټن ته نږدې بلل کیږي، او ټاکل شوې چې له ولسمشر بایډن سره په جلا توګه هم غونډه ولري.

دا د اسیا - ارام سمندر په سیمه کې د امریکا د متحدینو وروستۍ ډله ده چې بایډن یې کوربه توب کوي. له دې وړاندې، کیشیدا او د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول د اګست په میاشت کې له بایډن سره په کمپ ډیویډ کې کتلي وو.

له چین سره د کړکیچ د حل کولو لپاره بایډن تیره اونۍ د هغه هېواد د ولسمشر شي جینپینګ سره دوه ساعته تلیفوني خبرې وکړې او په نومبر کې یې له نوموړي سره په سان فرانسسکو کې مخامخ ناسته لرله.

مهم بدلونونه

په جاپان کې د متحده ایالاتو سفیر راحم ایمانویل په واشنګټن کې له سرمشریزې وړاندې وویل چې، له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې په کلکه سوله غوښتونکي جاپان په وروستیو کلونو کې "ځینې خورا مهم بدلونونه" رامنځته کړي دي.

پدې کې د نظامي لګښتونو د دوه چنده کولو د پلان ترڅنګ، له متحده ایالاتو څخه د توماهاک توغندیو پیرل، د وسلو صادرولو د مقرراتو اسانه کول او د خپلو دفاعي ځواکونو د عملیاتو قوماندې رامنځته کول شامل دي.

جاپان همدارنګه د سیمې له هیوادونو سره د ګډو ګزمو دپاره د کښتیو او نورو تجهیزاتو په ګډون د مرستې ژمنه کړې ده او د فیلیپین سره یې د یو بل په خاوره کې د سرتیرو د ځای پرځای کولو په اړه خبرې پیل کړي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، بایډن او کیشیدا ښايي په وروستیو څو لسیزو کې د متحده ایالاتو او جاپان د ګډو ځواکونو د سوق او ادارې په برخه کې مهم بدلونونه اعلان کړي ترڅو دغه ځواکونه په تایوان باندې د چین د یرغل په څیر له بیړنیو حالاتو سره د مبارزې دپاره چمتو شي.

متحده ایالات په جاپان کې ۵۴ زره پوځي پرسونل لري. د رسنیو د راپورونو له مخې، توکیو ښايي متحده ایالاتو ته اجازه ورکړي چې په جاپان کې د دفاعي تجهیزاتو په تولید کې د برخې اخیستلو ترڅنګ خپلې لویې نظامي کښتۍ په دغه هېواد کې د ترمیم دپاره ودروي.

ګډ پوځي تمرینات

د یکشنبې په ورځ، د امریکا، جاپان، فلیپین او استرالیا پوځیانو د جنوبي چین په سمندر کې ګډ تمرینونه ترسره کړل. بیجینګ ددغو د ټول جنوبي چین سمندر د ملکیت ادعا کوي خو نړیوالې محکمې پرېکړه کړې چې د چین دا ادعا یې قانوني بنسټ نه لري.

د چين پوځ په عین ورځ اعلان وکړ چې جنوبي قومندانۍ یې "د چين په جنوبي سمندر کې ګډې سمندري او هوايي ګزمې" په لاره اچولې دي.

د چین پوځ په یوه خبرپاڼه کې وویل: "ټول هغه پوځي فعالیتونه تر نظارت لاندې دي چې د جنوبي چین په سمندر کې وضعیت ګډوډوي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG