د لاس رسي وړ اتصالات

رولا غني: طالبان لا هم خلک او مسلمانان وژني


د افغانستان لومړۍ میرمن بي بي ګل رولا غني
د افغانستان لومړۍ میرمن بي بي ګل رولا غني

د افغانستان لومړۍ میرمن بي بي ګل رولا غني وايي ډاډه نه ده چې طالبان دې د سولې مذاکرات پیل کړي.

میرمن غني امریکا غږ سره د سکایپ له لارې د مۍ ۱۰ (غويي ۲۱) په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې طالبانو په امریکایانو او بهرنیانو بریدونه درولي دي، خو لا هم پر افغانانو بریدونه کوي او وژني یې.

د میرمن غني په وینا که طالبان ریښتیا هم سوله غواړي نو حکومت سره دې مذاکرات پیل کړي.

میرمن غني وايي: "طالبان لا اوس هم بریدونه کوي، لا هم خلک وژني، مسلمانان وژني، امریکایانو سره یې وعده کړې چې امریکایان او بهرنیان به نه وژني، خو لا تراوسه میرمنې کونډې کیږي، که هغوی رښتیا غواړي سوله راوړي، حکومت سره دې کښیني، موږ چمتو یو، دوه کاله وشول چې موږ چمتو یو."

بي بي ګل غني: طالبان لا هم خلک او مسلمانان وژني
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00

افغان چارواکي هم وايي چې د فبرورۍ ۲۹ نیټې څخه وروسته چې امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لاس لیک کړې ده، د طالبانو بریدونه کم نه، بلکې زیات شوي دي. دوی زیاتوي چې دغې ډلې سولې ته لیوالتیا نده ښودلې.

کروناویروس سره مبارزه

د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني وايي چې کرونا یوه خبیثه ناروغي ده چې د نورو هېوادونو په څیر یې افغانستان هم سخت ځپلی دی.

میرمن غني وايي افغان حکومت کروناویروس پر وړاندې جدي مبارزه پیل کړې ده. هغې په بهر کې له میشتو افغانانو څخه وغوښتل چې له خپلو بې وزله هیوادوالو سره مرسته وکړي.

میرمن غني وايي د کروناویروس په پیل کې یې داسې فکر کاوه چې ولسمشر غني به کم کار کوي، خو اوس د ویډیو کنفرانس له لارې له سهاره تر ماښامه ولایتونو کې چارواکو سره خبرې کوي، په خپلو کې هم کوښښ کوي چې ټولنیز واټن مراعت کړي.

میرمن غني وايي چې کروناویروس د نړۍ اقتصادي سیستم ګډوډ کړ او تر اوسه خلک نه پوهیږي چې له کرونا څخه وروسته خپل اقتصاد څنګه په پښو ودروي.

دا په داسې وخت کې ده چې نړیوال بانک او ګڼ شمیر نورو ادارو او هېوادونو افغانستان سره د کروناویروس په برخه کې د مبارزې لپاره مالي مرستې کړې دي.

د کرونا ویروس څخه د خونديتوب په اړه د افغانستان د لومړۍ میرمنې پیغام
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:32 0:00

لومړۍ میرمن وايي کروناویروس سره د مبارزې په برخه کې دا مرستې به په سمه توګه ولګول شي.

میرمن غني وویل: "له تیرو دریو اونیو راهیسې غریبو خلک ته د وچې ډوډۍ د ویش لړۍ پیل شوې ده، لومړی په کابل کې پیل شوه، بیا په لویو پنځو ښارونو کندهار، هرات، مزار، جلال آباد او کندز کې، او پرون په ټول افغانستان کې د ډوډۍ د ویش لړۍ پیل شوه."

د یادولو وړ ده چې پرون شنبه د مۍ ۹ (غويي ۲۰) په غور ولایت کې د ډوډۍ د ویش له کبله د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ د اخ و ډب له کبله درې لاریون کوونکي ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول، دا پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ وډب پېښ شو.

د غور والي ناصر خاضع امریکا غږ ته وویل چې په دې اخ و ډب کې څلور پولیس هم ټپيان شوي دي.

ښاغلي خاضع وویل، دغو لاریون کوونکو د مرستو نه رسېدلو له امله اعتراض کړی و، کله چې د ولایت مرکز فیروزکو ښار کې د والي په دفتر د برید هوډ وکړ، پولیسو یې د خورولو لپاره ډزې وکړې چې له امله یې دری تنه لار کوونکي ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

لومړۍ میرمن بي بي ګل وايي په غور ولایت کې د مرستو د ویش له کبله د پولیسو او خلکو ترمنځ د رامنځ ته شوي اخ و ډب په اړه سیمه ییز چارواکي مسول دي.

XS
SM
MD
LG