د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنه: افغان حکومت دې د کانونو د ناقانونه استخراج مخه ونیسي


د شفافیت د نړیوالې ادارې د رپوټ له مخې د افغانستان په ناامنو سیمو کې د افغان حکومت وسله وال مخالفان د کانونو څخه محصول اخلي.
د شفافیت د نړیوالې ادارې د رپوټ له مخې د افغانستان په ناامنو سیمو کې د افغان حکومت وسله وال مخالفان د کانونو څخه محصول اخلي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر له افغان حکومت څخه غوښتې چې په افغانستان کې دې د کانونو د غیر قانوني استخراج د مخنیوي لپاره ژرهاوجدي اقدامات وکړي.

همداشان په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر په یو بیان کېد ملي یووالي د حکومت څخه د کانونو او پترولیم وزارت ته د یو یو پیاوړی او د باور وړ وزیرټاکلو غوښتنه هم کړې ده.

اروپایي ټولنې په دغه بیان کې ویلي، هغه پیسې چې د کانونو د استخراج له قراردادونو څخه لاسته راځي باید په یو واحد او شفاف حساب کې راټولې شي او هغه شرکتونه چې د کانونو د استخراج قراردادونه یې اخیستي باید د خپلو عوایدو په اړه معلومات د افغانستان له خلکو سره شریک کړي.

اروپایي ټولنې د هغو شرکتونو د قراردادونو د لغوه کیدو غوښتنه هم کړې چې مالیه نه ورکوي" د هغه شرکتونو جواز چي په داوطلبانه توګه خپل مالیات نه ورکوي باید لغوه شي"،

آروپایي ټولنې په خپل بیان کې د نمونې په توګه د بدخشان د سرسنګ په سیمه کې د لاجوردو د کان څخه په غیرقانوني ډول دلاجوردو دډبرو استخراج تههم اشاره کړې ده.

بلې خوا د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وايي چې دوی یوازې پالیسي جوړوي او د کانونو د استخراج د مخنیوي په برخه کې اجرائيوي اقدامات د دغه وزارت د کار برخه نه جوړوي.

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند ذبیح الله سروري امریکا غږ ته وویل چې په کانونو کې ناقانونه فعالیت دې وزارت ته هم د اندېښنې وړ دی.

ښاغلي سروري وویل په وړو کانونو کې ناقانونه فعالیتونه روان دي، د سروري په خبره، د کانونو او پترولیم وزارت هر کال په کانونو کې غیرقانوني فعالیتونه تثبیتوي او له کورنیو چارو وزارت څخه د هغوی د مخنیوي لپاره مرسته غواړي.

ښاغلي سروري وویل " موږ عامه پوهاوی زیات کړی، خلکو ته مو د کانونو د را ایستلو قانوني پروسې تعریف کړي دي، د دې تر څنګ مو د کانونو د قانوني استخراج پر پنځلس کلنې پالیسو او تګلارو کار کړی، او له هغه کسانو چې په غیر قانوني ډول د کانونو کار کوي، غوښتي چې خپل فعالیتونه قانوني کړي."

ښاغلي سروري ومنله چې ځايي سیمه ایز مسئولان د کانونو په غیر قانوني استخراج کې ونډه لري، خو په دې اړه یې جزئیات ورنکړل، چې کوم کسان په کومو سیمو کې د کانونو په غیر قانوني استخراج کې لاس لري.

د کانونو او پټرولیم د وزارت د ویاند په خبره په دې مسئله کې چې د سیمه ییزو مسئولانو او بانفوذه کسانو ملاتړ نه وي، هیڅ کس یا ډله نشي کولای چې د کانونو په غیر قانوني استخراج لاس پورې کړي.

د افغانستان د شفافیت د څار ادارې ویلي د دې هېواد د کانونو مدیریت د فاسدو کسانو په لاس کې دی او که په دې برخه کې اصلاحات رانشي د افغانستان د کانونو چارې به له بحران سره مخ شي.

د افغانستان د شفافیت د څار ادارې ویلي چې د ملي وحدت حکومت پر هغو ژمنو عمل نه دی کړی چې د لندن او بروکسل په کنفرانسونو کې یې د کانونو د ایستلود بهیر د شفافیت په برخه کې یې دغو کنفرانسونو له ګډونوالو سره کړې وې.

همداشان د اداري فساد سره د مبارزې یوې ادارې په یوه نوې څېړنه کې څرګنده کړې چې د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول ننګرهار کې د کانونو د غیرقانوني استخراج او قاچاق څخه مخالفې وسله والې ډلې همپه میلیونو ډالرو مالیه اخلي.

د اداري فساد سره د مبارزې د شبکې د دې څېړنې پر اساس چې پایلې یې تیره میاشت اعلان شوې، سره له دې چې حکومت د سنګ سفید "سپینې ډبرې" پر صادرولو په ټول افغانستان کې بندیز لګولی، بیا هم همپه دې کال کې تر ۷۵۰ زر ټنه سنګ سفید په غیر قانوني ډول را ایستل شوې او له افغانستان څخه بهر ته قاچاق شوې ده.

XS
SM
MD
LG