د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کې د طالبانو د اخاذۍ مرکز او چک پاینټ له منځه وړل شوی ـ دفاع وزارت


په بغلان کې د لس تنه طالب وسله والو د مرګ په تړاو تر اوسه طالبانو مطبوعاتو ته څه نه دي ویلي
په بغلان کې د لس تنه طالب وسله والو د مرګ په تړاو تر اوسه طالبانو مطبوعاتو ته څه نه دي ویلي

تېره ورځ د بغلان د پلخمري او سمنګان پر لویه لار د سروخ کوتل او تاجکان سیمه کې د وسله والو طالبانو پر هغه مرکز برید شوی چې له بار وړونکو موټرو څخه یې په کې پیسې اخیستې.

نن چهارشنبه فبروري ۱۷ ( سلواغې ۲۹) د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د وسله والو طالبانو د باجګیرۍ هغه مرکز په نښه شوی چې د سمنګان بغلان پر لویه لار یې له لاریو موټرو په کې پیسې اخیستې.

اعلامیه کې د ۱۰ تنو وسله والو طالبانو د وژل کیدو او ۷ تنو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی. دفاع وزارت وايي چې په دغه برید کې د طالبانو لس میله وسلې او یوه اندازه چاودیدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.

په بغلان کې د لس تنه طالب وسله والو د مرګ په تړاو تر اوسه طالبانو مطبوعاتو ته څه نه دي ویلي.

د هوايي ځواکونو له خوا دغه عملیات په داسې وخت کې کیږي چې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له بندیخانې څخه ۴۲ تنه ملکي او نظامي کسان خوشې کړي دي.

پر همدې مهال د بغلان د امنیې قوماندان ویس صمیمي وايي چې په تیرو شپږ میاشتو کې د مخالفیو له ډیپوګانو څخه ۷۲۰۰ فیره مختلفې مرمۍ چې د افغان ځواکونو د کتارونو د هدف ګرځولو په خاطر راټولې شوې وې نیولي دي.

په دغو چاودیدونکي توکو کې ماینونه او د توپونو لویې مرمۍ شامل دي چې د پلچکونو د تخریب لپاره ترې استفاده کیده.

هغه وايي چې دغه مهمات یې د بغلان په مختلفو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې پیدا کړي او ۱۵ تنه تورن کسان یې هم ورسره نیولي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG