د لاس رسي وړ اتصالات

عثماني: افغانستان کې د کروناویروس د دویمې څپې راتلو ویره شته


عکس د عامې روغتیا وزارت له ویبپانې څخه
عکس د عامې روغتیا وزارت له ویبپانې څخه

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني وايي ددې امکان شته چې په افغانستان کې د کرونا ویروس دویمه څپه پیل شي.

ښاغلی عثماني وايي په ژمې کې هم د کرونا ویروس د پراخیدو امکانات زیات دي، ځکه په وینا یې په ژمې کې تنفسي امراض زیات وي او په تیره بیا کابل کې هوا ککړه وي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د مشورتي لویې جرګې پر مهال چې سبا جمعه د (زمري ۱۷ / اګست ۷) په کابل کې دایریږي، وویل چې صحي تدابیر په پام کې نیول شوي دي، خو د کرونا ویروس د خپریدو له کبله اندیښمن دي.

ښاغلی عثماني وايي چې له تیرو دریو ورځو راهیسې د لویې جرګې دایریدو په ځای کې نږدې ۵۰ زره ماسکونه ویشلي دي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني سره د امریکا غږ د خبریال وحید فیضي بشپړه مرکه دلته وګورئ؛

د عامې روغتیا وزیر
please wait

No media source currently available

0:00 0:13:54 0:00

XS
SM
MD
LG