د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په سوله کې رول لوبولو ته د چین چمتووالی


جمهور ریس غني او د چین صدراعظم لی کیکیانگ (ارشیف)
جمهور ریس غني او د چین صدراعظم لی کیکیانگ (ارشیف)

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتو دفتر وایي چې جمهور رئیس اشرف غني د چين په پایتخت کې د آسيا زړه هیوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته په خپله وينا کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې دې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له بهير څخه ملاتړ وکړي.

د ارګ نه په خپور شوي بیان کې راغلي چې جمهور رئیس اشرف غني د افغان حکومت مخالفو وسلوالو ته د سیاسی مخالفانو خطاب وکړ، او په ځانګړې ډول یې له طالبانو وغوښتل چې په بين الافغاني خبرو کې دې ګډون وکړي

بیان وایي چې جمهور رئیس غني په افغانستان او سیمه کې د سولې، هوساینۍ او ثبات په برخو کې د چین د هڅو ستاینه هم کړې ده او ددغه هیواد هڅې یې د اهمیت وړ بللی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتو دفتر وایي نن د جمعې په ورځ د چین په پایتخت بیجینګ کې د آسیا د زړه د هیوادونود بهرنیو چارو د وزیرانو څلورم کنفرانس جوړ شو.

په بیجینګ کې د آسیا د زړه د هیوادونود بهرنیو چارو د وزیرانو د څلورم کنفرانس مشري د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او د چین د بهرنیو چارو وزیر په غاړه وه.

جمهور رئیس غني په خپله وینا کې وویل چې په فوق العاده توګه د جنګ او لوږې نه د ثبات او سوکالۍ په لور د ختیخې اسیا د تیریدلو بهیر دا وښودله چې افغانستان به هم موجودي ستونزې او او پراته ګواښونونه په بریالیتوب سره شاته پریږدي.

ښاغلي غني وویل" مونږ متعهد یو چې په راتلونکي لسیزه کې افغانستان د یو تل پاتي بدلون په توګه د سیمې په څلورلارې بدل کړو".

ښاغلي غني په خپله دغه وینا کې په افغانستان کې دپراخو اصلاحاتو په باب خپله ژمنه یوځل بیا تازه کړې ده.

سولې په برخه کې د رول لوبولو ته د چین چمتووالې

د ارګ دا بیان وایي چې د چین صدراعظم د اسیا د زړه د هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو دې غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې هیواد به یې افغانستان سره خپلې دوستۍ ته دوام ورکړي او په بیلابیلو برخو کې ژورو دوه اړخیزو همکاریو ته متعهد دی.

د چین صدراعظم ښاغلي کیکیانگ وویل چې چین د افغانستان د سولې له بهیره ملاټړ کوي او په دغه برخه کې یو جوړونکي رول ترسره کولو ته چمتو دی.

هغه وویل" زه هیله لرم چې دا کنفرانس به د افغانستان د نوي حکومت نه د سیمې د هیوادونو او نړیوالې ټولنې د یو قوي ملاتړ په برخه کې یو څرګند پیغام ولري" .

د چین صدراعظم په خپلو خبرو کې یو موټي، مترقي او نړیوالې ټولنې سره د یو همکار افغانستان نه هم ملاتړ څرګند کړ وویل چې چین چمتو دی چې په افغانستان کې په زیربنایي پروژو د اوبو د تنظیم او کانونو د ایستلو په برخو کې کار وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست په بیان کې ویل شوي چې د کنفرانس ګډونوالو په پاکستان کې د اسیا د زړه د هیوادونو د پنځم کنفرانس جوړیدلو پریکړه هم کړې ده.

د اسیا د زړه د هیوادونو د کنفرانس چې د استنبول د پروسې په نوم هم یادیږي لومړې غونډه په ۲۰۱۱ کال کې د ترکیې په استنبول ښار کې جوړه شوه بیا بله غونډه یې په ۲۰۱۲ کې په کابل کې ترسره شوه.

ددغه کنفرانس دریمه غونډه په ۲۰۱۳ کال کې د قزقستان په الماتې کې جوړه شوې وه.

په دغه کنفرانس کې شپاړلس هیوادونه غړیتوب لري او د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون یو شمیر هیوادونه په کې د افغانستان د ملاتړو هیوادونو په توګه برخه اخلي.

د کنفرانس په بریالیتوب شکونه

که څه هم افغان حکومت د اسیا دزړه د هیوادونو کنفرانس لړۍ د افغانستان لپاره ددغه هیواد ګاوانډیانو سره د اړیکو په پراخیدلو او د هیوادونو ترمنځ د ستنونزو د معلومولو په برخو کې یو مهم ابتکار ګڼي او هیله لري چې ددغه کنفرانسونو دوام به افغانستان سره د سولې او ثبات په برخه کې مرسته وکړي، خو د چارو یو شمیر افغان کار پوهان ددغه کنفرانس تیرو دریو غونډو ته په کتنې دا ګڼي چې تراوسه ددغو کنفرانسونو نه افغانستان ته ډیره کټه نه ده رسیدلی.

د افغانستان د سمیه ایزو مطالعاتو د مرکز رئیس عبدالغفور لیوال امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې ډیر افغانان ددغه کنفرانس د پایلو نه خوشاله نه دي.

ښاغلي لیوال وویل" که د افغانستان او پاکستان دواړو په وضیعت کې کوم بدلون ولیدل شي هغه ده او که نه ماته د اسیا د زړه د هیوادونو کنفرانس ډیر عملي او ډیر د حل د لارې د موندلو د وړتیا خاوند کنفرانس نه ښکاري".

د افغانستان او پاکستان د چارو یو بل کارپوه احمد سعیدي په دې باور دی چې په کنفرانس کې دننه د کنفرانس د غړو هیوادونو ترمنځ هم ډیر کلک اختلافات شته چې دغه کار هم د کنفرانس موثریت زیانمن کړی دی.

ښاغلی سعیدي وایي "د اسیا د زړه د هیوادونو بهیر که پایلې ولري یو ښه کار دی خو کومې ستونزې چې د برخوالو هیوادونو ترمنځ شته یعنی د هغوی نړیوال دوستان بیل دي د هغوی نړیوال سیاستونه سره بیل دي ".

هغه وایي چې د افغانستان ددې کال ترپایه د نړیوالو ځواکونو وتل او ددغو ځواکونو د وتلو په باب اندیښنې او هم د پاکستان او هندوستان ترمنځ ستونزې د امریکا او ایران ترمنځ ستونزې او همداشان د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې ددغه کنفرانس د بریالیتوب مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG