د لاس رسي وړ اتصالات

اجرائیه ریاست: حکومتي چارواکي دې د څرګندونو پر وخت اداري نزاکتونو ته پام وکړي


اجرائيه ریاست وايي، د ښاغلي نور څرګندونو ته کوم غبرګون ښودل نه غواړي او هغه ته په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه کوي
اجرائيه ریاست وايي، د ښاغلي نور څرګندونو ته کوم غبرګون ښودل نه غواړي او هغه ته په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه کوي

اجرائیه ریاست، دعبدالله عبدالله په هکله د بلخ د والي عطا محمد نور څرګندونو ته په غبرګون کې له ښاغلي نور څخه غوښتنې چې د افغانستان دولتي جوړښت ته په کتنې دې د څرګندونو پر وخت نافذه قوانینو ته درناوی وکړي.

د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د بلخ د والي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وویل، اجرائیه رئیس عبدالله د ښاغلي نور څرګندونو ته کوم غبرګون ښودل نه غواړي او په چارو کې د هغه بریالیتوب غواړي.

ښاغلي رحیمي وویل "هیله ده ټول حکومتي چارواکي د افغانستان اداري او دولتي چوکاټ په پام کې ونیسي او په دولتي چارو کې چې کوم ظرافتونه او نزاکتونه نغښتي دي خپل دریځونه اعلان کړي، ترڅو د افغانستان په اداره کې موجود ټول مسایل، په اساسي قانون او په هیواد کې د موجودو قوانینو درناوی وشي".

د بلخ والي عطا محمد نور د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله د خلکو رایو پر سر په معاملې تورن کړ او له خپلو پلویانو څخه یې د جمهوري ریاست په تیرو ټاکنو کې له ښاغلي عبدالله څخه د ملاتړ له امله بخښنه وغوښتله.

د بلخ والي د دوشنبې په ورځ یوې غونډې ته چې د مارشال محمد قسیم فهیم د درییم تلین په مناسبت په مزارشریف ښار کې جوړه شوې وه د غونډې برخه والو ته په وینا د ښاغلي عبدالله په اړه وویل "دوه کاله ورسره سرګردانه وو او همدا مو ورته ویل چې و ډاکټر صاحب په امر او نهي کې شریک اوسه، خپل حق وغواړه".

د بلخ والي په خپلو څرګندونو کې په ځانګړي ډول د اداري اصلاحاتو د رئیس په توګه د احمد نادر نادري د کار د پیلیدو یادونه وکړه او ویې ویل چې دې د ښاغلي نادري سره شخصآ کومه ستونزه نه لري.

له ښاغلي نادري وړاندې د جمعیت اسلامي د ګوند یو لوړ پوړې چارواکي ډاکټر احمد مشاهد له تیرو شپاړس کالو راهیسې د اداري اصلاحاتو د رئیس په توګه کارکاوه.

عطا محمد نور د جمعیت اسلامي ګوند د اجرائیې رئیس په توګه هم کارکوي.

خو ښاغلي رحیمي په اداره کې د چارواکو بدلون د اداري اصلاحاتو د بهیر یو برخه وګڼله او ویې ویل چې دا کار د اداري اصلاحاتو لپاره له نویو تجربو څخه د کار اخیستلو په نیت شوی او کومه جدي مسله نه ده.

XS
SM
MD
LG