د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د خلکو د باور لپاره به په ټاکنو کې له نوې ټکنالوژۍ کار واخیستل شي


د افغانستان اجرائیه رئیس نن د دوشنبې په ورځ کابل کې د وزیرانو د شورا له غونډې وړاندې خبریالانو سره خبرې کولې.
د افغانستان اجرائیه رئیس نن د دوشنبې په ورځ کابل کې د وزیرانو د شورا له غونډې وړاندې خبریالانو سره خبرې کولې.

د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله وايي چې په ټاکنو کې د ټکنالوژي کارول به پر خپل وخت د ټاکنو په ترسره کولو کې مرسته وکړي، او بلې خوا ته به پرټاکنو د خلکو باور زیات کړي.

ښاغلي عبدالله نن د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په نوبتي غونډه کې وویل چې په په دې وروستیو کې یې له نړیوالې ټولنې له استازو او د ټاکنو له خپلواکو کمیسیونونود کمشنرانو سره د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو په اړه پرله پسې غونډه کړي دي.

ښاغلي عبدالله وویل چې افغان حکومتپه افغانستان کې پر خپل وختټاکنو ترسره کیدو لپاره ټینګه اراده لري.

ښاغلي عبدالله وویل له نړیوالې ټولنې سره په غونډو کې په ځانګړي ډول د هغه امکاناتو په اړه بحثونه شوي، چې په هغو کې له نوي ټکنالوژۍ ګټه پورته کیږي.

ښاغلي عبدالله وویل: " دا له یوې خوا په ټاکنو کې له شفافیت سره مرسته کوي او بل خوا به د ټاکنو یو داسې سیسټم رامنځته شي چې یوازې د یوې دورې نه بلکې د ټاکنو په بېلا بېلو راتلونکو دورو کې هم ګټور تمام شي" .

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شنبې په ورځ په راتلونکو ټاکنو کې د ټکنالوژۍ د کارولو په اړه د خپلو څېړنو پایلې د حکومت له مشرانو سره شریکې کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي و چې په ټاکنو کې د نوې ټکنالوژي د کارولو د مثبتو او منفي ټکو تر څېړولو وروسته دې پایلي ته رسېدلي چې په ټاکنو کې له نوې ټکنالوژۍ کار واخلي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالبدیع صیاد په دې اړه امریکا ږغ ته وویل چې د رایه ورکونکونوملړبه د بایومیټریک سیسټم له لارې ترتیب شي.

ښاغلي صیاد وویل له هغې کمپنۍ سره خبرې روانې دي چې په ټاکنو کې به د نوي ټکنالوژۍ خدمات وړاندې کوي.

صیاد وویل چې د ټاکنو خپواک کمیسیون سره ځینې پوښتنې شته چې کله کمپنۍ ورته ځواب ورکړي، دوی به هوکړه لیک ورسره لاسلیک کړي.

بلې خوا د افغانستان مالیې وزات په یو بیان کې ویلي چې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د اروپايي ټولنې له استازي مایکل میلبن او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي " یوناما" له سرپرستې پرنیلې داهر کردل او نورو تمویلوونکو ادارو له استازو سره په لیدنه کې د ټاکنو لپاره پر چمتووالي خبرې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د شفافو ټاکنو لپاره د ټکنالوژۍ څخه پر ګټې اخیستنې، او د سیستمونو پر جوړولو او تداکارتي پړاوونه خبرې شوي دي، او همدارنګه د ټاکنو لپاره د مالي امکاناتو د برابرولو او د بودیجې پر تامین بحث شوی دی.

خبرپاڼه وايي چې د ټاکنو د چارو د لا پرمختګ او په دې پروسه کې د شفافیت تامینولو لپاره به د افغان حکومت او مالي تمویلوونکو یوه ګډه کمېټه جوړه شي.

XS
SM
MD
LG