د لاس رسي وړ اتصالات

پروان کې بهرنیو ځواکونو په عملیاتو د عبدالله تُند غبرګون


عبدالله عبدالله وایي هیڅکله به د مجاهدینو په وړاندې توطیې ته اجازه ورنکړي
عبدالله عبدالله وایي هیڅکله به د مجاهدینو په وړاندې توطیې ته اجازه ورنکړي

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پروان په ولایت کې د قاطع ملاتړ ځواکونو د تیرې شپې په عملیاتو تُند غبرګون ښودلی او په دې اړه یې د بهرنیو ځواکونو د قوماندان جنرال کمبل نه وضاخت غوښتی دی.

اجرائیه رئیس عبدالله، چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو د شورا د غونډې دمخه رسنیو په وړاندې خبرې کولی، وویل چې د پروان په ولایت کې قاطع ملاتړ د ځواکونو د تیرې شپې عملیاتو خلک اندیښمن کړي دي.

ښاغلي عبدالله وویل "تیره شپه د قاطع ملاتړ د ځواکونو د عملیاتو له امله په پراخه توګه خلک او په ځانګړي ډول مجاهدین اندیښمن کړي دي، خلک له وسلو سره سړکونو او کلو ته راووتل او د ترسره شوي عمل په وړاندې یې غبرګون وښود".

د پروان ولایت امنیتي چارواکي وایي، تیره شپه ناوخته د قاطع ملاتړ ځواکونو د پروان ولایت د مرکز پورې مربوط د بایانو په سیمه کې د پخوانیو مجاهدینو د یو قوماندان د وسلو او مهماتو زیرمې ته چاودنه ورکړه، چې وروسته بیا د دغه قوماندان ملاتړو او پلویان د چاریکارو ښار لارو کوڅو ته راووتل او د کابل مزارشریف لویه لاره یې د ټرافیکو پرمخ وتړله.

د پروان امینه قوماندان جنرال زمان مموزي امریکا غږ ته وویل، په دغه چاودنه کې چاته د سر زیان نه دی رسیدلی.

جنرال مموزي وویل "نن شپه د اتئلاف قواوې راغلي چیرته یو ډیپو وو د مرکز د پروان پورې مربوط یوه منطقه وه بایان ورته وایي هلته یو ډیپو وو کشف شوې وو هغه ډیپو ته یې انفجار ورکړ".

جنرال مموزي وویل چې بهرنیو ځواکونو د چا کور تالاشي کړی نه دی او د خلکو اعتراض دا وو چې په کار وو چې دغه ډیپوته یې په دغه سیمه کې انفجار نه وې ورکړې او کشف شوي وسلې او مهمات یې بل ځای له منځه وړې وې.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، امنیتي ارګانونو د دغې پیښې هر اړخیزه پلټنه یې پیل کړې ده.

خو د پروان د امنیې د قوماندان د څرګندونو په خلاف د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله وایي چې خلک د بهرنیو ځواکونو دا کړنې د پخوانیو مجاهدینو په وړاندې توطیه بولي.

اجرائیه رئیس د وزیرانو شورا غونډې ته وویل چې تیره شپه ده او د حکومت نورو چارواکو په پرله پسې ډول د پروان د ولایت له مخورو سره خبرې کړي او هغوی یې زغم ته رابللي دي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وویل چې نن د دوشنبې په ورځ هم د پروان ولایت په مرکز کې د خلکو د لاریون له امله د کابل مزارشریف لویه لاره تړلې وه.

هغه وویل چې د پوهنې د وزیر په مشوره یې د پروان ولایت ښوونځي هم نن د څو ساعتونو لپاره تړلي وو.

عبدالله عبدالله له خلکوته ډاډ ورکړ چې په دې مسله به له جمهوررئیس محمد اشرف غني سره هم وغږیږي .

هغه له خلکو وغوښتل چې بیرته کورونو ته ستانه شي.

ښاغلي عبدالله وویل " که څه هم جنرال کمبل د ناټو قوماندان ما سره خبرې وکړي او هغوی په دې برخه کې یو لړ توضیحات لرل خو مونږ باید ډاډه شو چې کومه توطیه په دې برخه کې نه وه، او دوی د ناسمو معلوماتو ښکار شوي نه دي او په عین وخت کې دغسې کړنې نه ترسره کیږي".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې بهرنیو ځواکونو ورته شکایت کړی چې په پرله پسې توګه د بګرام په هوایي ډګر باندې وسله وال بریدونه کوي چې کله کله دغو ځواکونو ته د مالي زیان سبب هم کیږي.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس په خپلو څرکندونو کې هغو تبصرو باندې هم وغږیده چې د ده په وینا داسې ګڼل کیږي چې ګوندې د ملی یووالي حکومت د پخوانیو مجاهدینو په وړاندې په توطیه بوخت دی.

ښاغلي عبدالله وویل "مجاهدینو ته ډاډ ورکوم چې داسې حالت نه رامنځ ته کیږي او هیچا ته به اجازه ورنکړل شي چې د مجاهدینو پر ضد په توطیه کې برخه واخلي او مونږ ورته وګورو وې وینو او چوپ پاتې شو".

اجرائیه رئیس د ملي یووالي د حکومت څخه د پخوانیو مجاهدینو د ډلو ملاتړ مهم وباله او وې ویل چې په دې وروستیو کې یو لړ ټاکنې او تغیر او تبدیلۍ شوي چې ډیرې منفې انګیرنې یې زیږولي دي.

اجرائیه رئیس وویل چې د نارضایتونو سره سره پخواني مجاهدین د ملي یووالي د حکومت په خوا کې ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG