د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیا افغانستان ته نور سرتېري لیږي


د اضافي عسکرو سره به په افغانستان کې د اسټرالیایي عسکرو شمیر ۳۰۰ ته لوړ شي
د اضافي عسکرو سره به په افغانستان کې د اسټرالیایي عسکرو شمیر ۳۰۰ ته لوړ شي

اسټرالیا افغانستان ته ٣٠ سرتیري لیږي څو هغه هیواد کې د ناتو په مشرۍ د روزنې او سلامشورې ماموریت کې برخه واخلي.

د اسټرالیا د دفاع وزیره ماریس پین وايي، افغانستان ته د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې نور ۳۰ سرتېري استوي.

ماریس پین د دوشنبې په ورځ د اسټرالیا د سنا کمېټې ته وویل چې د اضافي پوځي روزونکو د استولو غوښتنه ورنه ناټو او امریکا کړې ده.

ماریس پین زیاته کړه "د ناتو د غوښتنې په اساس چې ما یادداشت کړی او د متحده ایالاتو له خوا حمایت کیږي، زه نن مشوره ورکوم چې د استرالیا حکومت موافقه کړې چې افغانستان ته ٣٠ نور اسټرالیایي عسکر ولیږي."

اسټرالیا د ناتو غړی هیواد ندی خو د متحده ایالاتو نږدې متحد دی او د ٢٠٠٢ میلادي کال راهیسې یې افغانستان ته سرتیري لیږلي دي.

د ناټو په مشرۍ د نړۍ ۳۹ هېوادونه دا مهال په افغانستان کې شاوخوا پنځلس زره سرتیري لري چې ٨۴٠٠ یې امریکایي سرتیري دي.

د ناتو تر مشرۍ لاندې بهرني عسکر د افغان ځواکونو د روزنې او له هغوی څخه د ملاتړ مأموریت ترسره کوي.

طالب جنگیالي په دې وروستیو اونیو کې د روژې د میاشتې له پیله خپلو بریدونو ته زور ورکړې او په کندهار، پکیتا او هلمند ولایتونو کې یو شمیر بریدونه ترسره کړي دي.

په افغانستان کې د دې اضافي سرتېرو سره به د اسټرالیا د پوځیانو شمیر چې د روزنې مأموریت پر مخ وړي ۳۰۰ ته لوړ شي.

میرمن پین وویل "دغه اضافي عسکرو سره به استرالیا وتوانیږي چې زمونږ د اوسني روزنې او مشورې ماموریت د ېوې برخې په توگه د افغان امنیتي ځواکونو د ظرفیت د لوړولو لپاره اضافي مشاورین ولري. د هغوی نقش به د روزنې، مشورې او مرستندویه ماموریت کې دوام ولري."

اسټرالیا په داسې وخت کې افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو پرېکړه کوي چې متحده ایالات افغانستان ته د شااوخوا درې زرو نورو عسکرو په استولو غور کوي.

د امریکا د سنا مجلس د وسلوالو خدماتو د کمیتې مشر سناتور جان مکین یوه اونۍ وروسته له هغه نه استرالیا تللی چې پنتاگون په ارام سمندر سیمه کې د امریکایي پوځیانو لپاره د ٧،٥ میلیاردو ډالرو نوی پلان اعلان کړ.

سناتور مکین زیاته کړه "مونږ تر ننه پورې د متحدینو په توگه د یو بل لپاره کار کړی او دا کار ته به په داسې حال کې دوام ورکړو چې زمونږ زړه ورې لوڼې او زامن په ټوله نړۍ کې د جگړې په میدان کې اوږه په اوږه جنگیږي څو مونږ د سولې او سوکالۍ څخه خوند واخلو."

استرالیا د امریکا ډیر نږدې متحد دی چې عسکر یې د افغانستان او عراق په شمول د ویتیام او کوریا په جگړو د امریکايي عسکرو سره اوږه په اوږه جنگیدلي.

ښاغلي مکین د دوشنبې په ورځ د استرالیا په مرکز کنبیره ښار کې د عسکرو د یادونې د ورځې په مناسبت د امریکایي او استرالیایي وژل شویو عسکرو په یادگاري ځلي کې د گلانو گیډۍ کیښودله.

XS
SM
MD
LG