د لاس رسي وړ اتصالات

ستور پوهنه په پښتو ژبه کې چاپ شوه


په پښتو ژبې کې د ساینس په برخه کې د ستور پوهنې په نامه کتاب چاب شو
په پښتو ژبې کې د ساینس په برخه کې د ستور پوهنې په نامه کتاب چاب شو

د ستور پوهنې د کتاب لیکوال ابراهیم امیري وايي دا لومړی ځل دی چې په دې بڼه په پښتو ژبې کې داسې یو کتاب لیکل کیږي او چاپیږي.

کتاب په ۹۰ پاڼو کې په عالي کیفیت چاپ شوی او د لوستونکو د اسانه پوهولو لپاره په کې د شمسي نظام او کهکشانانو روښان او رنګین تصویرونه هم چاپ شوي دي.

ښاغلي امیري وویل هڅه یې کړې چې ساینسي مفاهیم، نومونه او اصطلاح ګانې په ساده او روانه ژبه پښتو کړي. په اصل کې کتاب د اووم ټولګې څخه نیولي د ۱۲ ټولګي زده کوونکو ته لیکل شوی خو د لیکوال په وینا د هر عمر انسان ترې ګټه اخیستې شي.

لیکوال وايي لوی هدف یې دا دی چې ماشومان او کمکي ځوانان ساینس او د سایسني مضامینو زده کړې ته وهڅوي او له افراطیت څخه یې را وګرځوي.

په کتاب کې شمسي نظام تشریح شوی او دا هم څېړل شوې چې ځمکه د دغه نظام یوه سیاره ده او له ځمکې پرته نورې سیارې هم شته او د خدای نړۍ پراخه ده.

لیکوال وايي دا اول ځل دی چې په پښتو کې داسې یو کتاب چاپیږي
لیکوال وايي دا اول ځل دی چې په پښتو کې داسې یو کتاب چاپیږي

کتاب ۶۰۰۰ ټوکه چاپ شوی چې درې زره یې پښتو او درې زره یې دري دي، د دري لیکوال یې بل څوک دی.

د کتاب لیکوال ابراهیم امیري د کابل پوهنتون د ساینس له پوهنځي څخه فارغ شوی دی.

ښاغلي امیري وویل پلان یې دا دی چې په کابل کې د ساینس یو موزیم یا موزیم ته ورته یو ځای جوړ کړي چې ځوانانو او نورو ته شمسي نظام په اړه معلومات ورکړي او دا نظام ورته مجسم کړي.

دا کتاب چاته او څنګه ورکول کیږي؟ له کتاب سره په ضمیمه شوې کڅوړې کې څه دي؟ دا او د کتاب اړوند نور معلومات له ښاغلي امیري سره د جعفر هاند په دغې مرکې کې واورئ.

XS
SM
MD
LG