د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان ښځینه فعالانو نیول غندو: یوناما


په کابل کې د یوناما دفتر
په کابل کې د یوناما دفتر

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د جمعې په ورځ، د سپټمبر ۲۹ (تلې اوومه) په یوې خبرپاڼۍ کې، د طالبانو له خوا په کابل کې د دوو معترضو مېرمنو او د هغوی د کورنیو غړو پر نیول کېدو "ژوره خواشینې" څرګنده کړې او د طالبانو دا اقدام یې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللی دی.

د یوناما په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ندا پرواني او ژولیا پارسي له تېرو لسو ورځو راهیسې د طالبانو په توقیف کې دي. خبرپاڼه کې له طالب چارواکو غوښتل شوي، چې له یادو نیول شویو معترضو مېرمنو سره قانوني او روغتیايي مرستو ته اجازه ورکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې: "یوازې د بیان او د نظر د ازادۍ له حقونو څخه د استفادې په خاطر د اشخاصو پرله پسې نیول کېدل د ژورې اندېښنې وړ او د افغانستان د بشري حقونو له نړیوالو مکلفیتونو سره په ټکر کې دي. "

طالب چارواکو د یوناما ددې څرګندونو په اړه سمدستي غبرګون نه دی ښودلی.

خو بلخوا په افغانستان کې د ښځو د حقونو د دفاع فعالانو د ژولیا پارسي د نیولو په تړاو ویلي، چې د طالبانو استخباراتو د افغان ښځو د حقونو د دفاع یوه پېژندل شوې فعاله (ژولیا پارسي) له خپل زوی سره د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر په ۲۷ مه (تلې پنځمه) د کابل ښار په قلعه فتح الله ساحه کې ونیول.

د مېرمن پارسي د خپلوانو په وینا، طالبان لومړی د ژولیا پارسي د زوی دوکان ته ورغلل او هغه یې اړ کړ چې د خپلې مور ځای وښيي.

د میرمن پارسي خپلوانو ویلي، چې طالبانو د دغې فعالې کور ته له ننوتو وروسته په زور او زیاتي هغه توقیف کړه او د هغې لاسونه وتړل او بیا یې د کور ټول موبايلونه او اسناد چیک او ضبط کړل.

همداراز، طالبانو تېره اوونۍ د ښځو د حقونو یوه بله فعاله ندا پرواني چې د ژولیا پارسي همکاره وه، له خپل خاوند او زوی سره یو ځای د کابل ښار له خیرخانې سیمې څخه ونیوله.

د سه شنبې په ورځ، سپتمبر ۲۶ (تلې څلورمه)، د بخښنې نړیوال سازمان د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې د طالبانو څخه د ندا پرواني، د هغې میړه او ماشوم د سمدستي خوشې کولو غوښتنه وکړه.

د بخښنې نړیوال سازمان لیکلي: "په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون په پراخه کچه د بشري حقونو څخه سرغړونې روانې دي د بخښنې نړیوال سازمان د هغو کسانو د حساب ورکولو لپاره، چې د بشري حقونو په سرغړونو کې ښکیل دي د حساب ورکوونې د یو خپلواکه نړیوال میکانیزم د رامنځ ته کولو لپاره خپله غوښته یو ځل بیا تکراروي".

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته یو زیات شمېر ښځینه فعالانې، خبریالانې، منتقدین او د دوی د حکومت مخالفې څېرې نیولي دي، چې د نجونو د تعلیم فعال مطیع الله ویسا او افغاني الاصله فرانسوۍ خبریال مرتضی بهبودي هم په کې شامل دي چې له څو میاشتو راهیسې د دغې ډلې په توقیف کې دي.

د یوناما په خبرپاڼې کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر چارواکو غږ شوی، چې خپلسري توقیفونه ودروي او ډاډ ترلاسه کړي چې ټول بندیان کورنیو، وکیلانو او روغتیا پاملرنې ته لاسرسی لري او د عادلانه محاکمې حقونه یې خوندي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG