د لاس رسي وړ اتصالات

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه: طالبانو تیر کال لس خبریالان وژلي


د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وايي، ۲۰۱۶ کال کې ۱۳ خبریالان وژل شوي، چې د لسو خبریالانو په وژنه کې طالبان مسول پیژندل شوي
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وايي، ۲۰۱۶ کال کې ۱۳ خبریالان وژل شوي، چې د لسو خبریالانو په وژنه کې طالبان مسول پیژندل شوي

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په ۲۰۱۶ کال کې له افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي په اړه په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، تیر کال په دغه هیواد کې ۱۳ خبریالان وژل شوي دي.

دغې کمیټې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۰۱ پیښې ثبت کړي او افغانستان یې د خبریالانو لپاره خطرناک ځای بللی دی.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې رئيس نجیب شریفي د پنجشنبې په ورځ د رپوټ د جزئياتو د خپرولو پر مهال وویل، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د وژل شوو خبریالانو له شمیرې لس تنه یې د وسله‌والو طالبانو له خو وژل شوي او د دریو نورو د وژنې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

دغې کمیټې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۳ پیښې ثبت کړې وې، خو ښاغلي شریفي وویل، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پیښو کچه ۳۸ فیصده زیاته شوې ده.

هغه وویل " په دغه کال کې ۱۳ خبریالان وژل شوي او د تاوتریخوالي ۸۸ نورې پیښې شوې دي. طالبان لږ تر لږه د وژنې د لسو پيښو مسول دي، ۳۰ پیښې د وهلو ډبولو، ۳۵ پیښې د ګواښ، ۶ پیښې د ټپي کیدو، ۱۷ پیښې د سپکاوي، تحقیر او ناوړه چلند ثبت شوي دي."

وسله‌والو طالبانو لا تر اوسه د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د رپوټ په اړه غبرګون نه دی ښودلې، خو دغې ډلې د تیر کال په جنوري میاشت کې د موبي ګروپ د عملې پر موټر د برید مسولیت په غاړه اخیستی وو.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په ۲۰۱۶ کال کې له افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي د پیښو ۵۰ فیصده مسولیت د افغان دولت، ۲۰ فیصده د وسله‌والو طالبانو او ۱۴ فیصده د ناپیژانده کسانو په غاړه اچولی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې دغه راز په خپل رپوټ کې ویلي، چې د رسنیو او خبریالانو په اړه د طالبانو په پالیسي کې بدلون، په ناامنو سیمو کې د خبریالانو او رسنیو د ځان سانسورولو لامل شوی دی.

ښاغلي شریفي وویل "هغه خبریالان چې په ناامنو ولایتونو کې کار کوي، لکه لوګر، پکتیا، پکتیکا غزني او یا نور ناامنه ولایتونو کې کار کوي، اکثره وخت دوی اړ کیږي، چې د طالبانو له ویرې هغوی د طالبانو اړوند مسایلو ته پوښښ ورنکړي او که پوښښ هم ورکوي هغوی هڅه کوي، چې له طالبانو څخه یو ښه انځور په خپلو رپوټونو کې ورکړي، له دې پرته هغوی له تاوتریخوالي سره مخ کیږي او یا طالبان یې وژني."

په همدې حال کې د اروپا اتحادیې په یوې خبرپاڼه کې د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب په اړه ژوره اندیښنه ښودلې او تیر میلادي کال یې د افغان خبریالانو لپاره خونړی بللی دی.

په کابل کې د اروپا د اتحادیې په خبرپاڼه کې د دغې اتحادیې د رئيس فرانز مایکل میلیبن له قوله ویل شوي "د رسنیو آزادي د ډیموکراسي لپاره اړینه ده، منتقده رسنۍ دولت حساب ورکولو ته اړ باسي، روڼتیا تامینوي او د عامو افغانانو غږ پورته کوي. موږ په جګړه کې ټولې خواوې هڅوو تر څو خبریالانو لپاره د امن او خوندي محیط د برابرولو په لاره کې خپلې پوره هڅې وکړي."

د اروپا د اتحادیې رئيس له خبریالانو سره د دولت له خوا د تاوتریخوالي پر دوام انديښنه ښودلې او ویلي یې دي، دولت باید له خبریالانو سره د تاوتریوخوالي عاملین محکمې ته کش کړي او پر رسنیو باندې د بریدونو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG